
د شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) پنځمه، چې د 2015 زېږدیز کال د اپرېل له پنځه ویشتمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ (آی پي ال ) درویشتمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د مومبیي انډینز او سنرایزرز حیدر آباد لوبډلو ترمنځ د هندوستان د مومبیي په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د مومبیي انډینز لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
د مومبیي انډینز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 8 لوبغاړو په سوځېدو 157 منډې جوړې کړې، چې مقابلې لوبډلې ته یې د 158 منډو هدف ورکړ .
د سنرایزرز حیدر آباد کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 8 لوبغاړو په سوځېدو 137 منډې جوړې کړې، چې د ټاکلي هدف په تر لاسه کولو کې پاتې راغله او د 2 وېکټو او 20 منډو په توپیر یې له مومبیي انډینز لوبډلې څخه ماتې وخوړه .
د مومبي انډینز لوبډلې له لوري لسېت ملینګا ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې نوموړي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې، 4 لوبغاړي یې وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د مومبیي انډینز او سنرایزرز حیدر آباد د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د مومبیي انډینز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ لېندل سیمونز په 46 توپونو 51 منډې جوړې کړې، 6 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
2 ـــ پارتیو پټېل په 17 توپونو 17 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ انموکټ چاند په 4 توپونو 5 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
4 ـــ روهیت شرما په 15 توپونو 24 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ کیرون پولارډ په 24 توپونو 33 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
6 ـــ امبټي رایډو په 7 توپونو 7 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ هربجن سېنګ په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
8 ـــ ججادیشا سچېت په 5 توپونو 9 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
9 ـــ وینې کمار په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
10 ـــ میچیل میکلینګم په یوه توپ، یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه.
د مومبیي انډینز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ هربجن سېنګ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 36 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ میچیل میکلینګم 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ لسېت ملینګا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې او 4 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ ججادیشا سچېت 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ وینې کمار 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 31 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د سنرایزرز حیدر آبا د د توپ وهنې برخه :
1 ـــ شیکر دوان په 29 توپونو 42 منډې جوړې کړې، 7 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2ـــ ډېوېډ وارنر په 7 توپونو 9 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ لوکېش راهول په 27 توپونو 25 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
4 ـــ نامن اوجا په 9 توپونو 9 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ روي بوپارا په 27 توپونو 23 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
6 ـــ هنوما ویهاري په 10 توپونو 16 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
7 ـــ کارن شرما په 5 توپونو 2 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
8 ـــ پراوین کمار په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
9 ـــ ډېل سټېن په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
10 ـــ بونېشور کمار په 4 توپونو 6 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
د سنرایزرز حیدر آباد د توپ اچونې برخه :
1 ـــ ټرېنټ بولټ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 27 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ بونېشور کمار 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 26 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ ډېل سټېن 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 38 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ پراوین کمار 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 35 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ کارن شرما 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 30 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .