
د جمعې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) څلورمه، چې د 2015 زېږدیز کال د اپرېل له څلور ویشتمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) دوه ویشتمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د راجستان رایلز او رایل چلېنجرز بنګلو لوبډلو ترمنځ د هندوستان د احمد آباد په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د راجستان رایلز لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
د راجستان رایلز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 9 لوبغاړو په سوځېدو 130 منډې جوړې کړې، چې مقابلې لوبډلې ته یې د 131 منډو هدف ورکړ.
د رایل چلېنجرز بنګلور کرکېټ لوبډلې د 16.1 اورونو په لوبولو او د خپل یوه لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېر آسانۍ ترلاسه، چې د راجستان رایلز لوبډلې ته یې د 9 وېکټو او 23 توپونو په توپیر ستره ماتې ورکړه او د لوبې بریا یې د ځان کړه .
د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې له لوري ویرات کوهلي ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 46 توپونو 62 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې یوه څلوریزه، 3 شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د راجستان رایلز او رایل چلېنجرز بنګلور د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د راجستان رایلز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ اجېنکا ریحاني په 12 توپونو 18 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو .
2 ـــ شېن واټسن په 22 توپونو 26 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ سټیفن سمېت په 28 توپونو 31 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ کارون نیر په 14 توپونو 16 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او په منډه کې وسوځېده .
5 ـــ ډیپک هودا په 3 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او بولډ اوټ شو .
6 ـــ سنجو سامسن په 7 توپونو 4 منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
7 ـــ سټوارټ بیني په 20 توپونو 20 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
8 ـــ جېمز فولکنر په 5 توپونو 4 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
9 ـــ چرېس مورېس په 3 توپونو 3 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
10 ـــ داول کولکارني په 2 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او بولډ اوټ شو .
11 ـــ پراوین ټامبي په 4 توپونو 2 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د راجستان رایلز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ چرېس مورېس 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ داول کولکارني 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 26 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ شېن واټسن 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ جېمز فولکنر 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 17 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ پراوین ټامبي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 36 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ ډیپک هودا یو توپ، توپ اچونه ترسره کړه، 4 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د رایل چلېنجرز بنګلور د توپ وهنې برخه :
1 ـــ کریس ګېل په 17 توپونو 20 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ ویرات کوهلي په 46توپونو 62 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه او 3 شپږیزې یې ترسره کړې .
3 ـــ اې بي ډیوېلرز په 34 توپونو 47 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 6 څلوریزې یې ترسره کړې .
د رایل چلېنجرز بنګلور د توپ اچونې برخه :
1 ـــ میچیل سټارک 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ اقبال عبدالله 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 28 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ هر شال پټېل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ یوزویندرا چاحل 3.1 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ ډېوېډ ویسي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 27 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ ویرات کوهلي 5 توپونه، توپ اچونه ترسره کړه، 4 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .