ډهلي ډارېډیوېلز مومبیي انډینز ته سخته ماتې ورکړه / د آی پي ال یوویشتمه سیالۍ

 
   د پنجشنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) درېیمه، چې د 2015 زېږدیز کال د اپرېل له درویشتمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال) یوویشتمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د ډهلي ډارېډیوېلز او مومبیي انډینز لوبډلو ترمنځ د هندوستان د ډهلي په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه.
  د لوبې پچه د ډهلي ډارېډیوېلز لوبډلې، لوبډل مشر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.
  د ډهلي ډارېډیوېلز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 4 لوبغاړو په سوځېدو 190 منډې جوړې کړې، چې مقابلې لوبډلې ته یې د 191 منډو هدف ورکړ.
  مومبیي انډینز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 9 لوبغاړو په وسوځېدو 153 منډې جوړې کړې، چې د ټاکلي هدف په تر لاسه کولو کې پاتې راغله، چې د 6 وېکټو او 37 منډو په توپیر یې سخته ماتې وخوړه .
  د ډهلي ډارېډیوېلز لوبډلې له لوري شري یاس ایر ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 56 توپونو 83 منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 7 څلوریزې، 5 شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی وپېژندل شو .
د ډهلي ډارېډیوېلز او مومبیي انډینز د توپ وهنې او توپ اچونې لړ لیک په لاندې ډول دی:
د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ میانک اګروال په 2 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ شري یاس ایر په 56 توپونو 83 منډې جوړې کړې، 7 څلوریزې، 5 شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
3 ـــ جین پول ډومیني په 50 توپونو 78 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، 6 شپږیزې یې ترسره کړې.
4 ـــ انجیلو مټویز په 8 توپونو 17 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ یوراج سېنګ په 4 توپونو 2 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ کیدار جادف په یوه توپ، یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه.
د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ نتان کولټر نایل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 36 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ ډامنیک متوسوامي 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 7 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ جین پول ډومیني یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 14 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ انجیلو مټویز 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 15 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ امېت مېشرا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 32 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
6 ـــ شهباز ندیم 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
7 ـــ عمران طاهر 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
د مومبیي انډینز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ  لېندل سیمونز په 14 توپونو 15 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ پارتیو پټېل په 19 توپونو 28 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ انموکټ چاند په 11 توپونو 14 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او سټمپ اوټ شو .
4 ـــ روهیت شرما په 24 توپونو 30 منډې جوړې کړې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ کیرون پولارد په 8 توپونو 10 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
6 ـــ امبټي رایډو په 22 توپونو 30 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ هاردیک پانډې په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
8 ـــ هربجن سېنګ په 10 توپونو 9 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
9 ـــ میچیل میکلیناګن په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
10 ـــ لسېت ملینګا په 10 توپونو 6 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
د مومبیي انډینز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ میچیل میکلیناګن 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 38 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ لسېت ملینګا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ جسپرېت بومرا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 55 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ هربجن سېنګ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 34 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ هاردیک پانډې 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 14 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ کیرون پولارډ 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .