چینای سوپر کېنګز له رایل چلېنجرز بنګلور څخه لوبه وګټله / د آی پي ال شلمه سیالۍ

 

 
   د چهار شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) دویمه، چې د 2015 زېږدیز کال د اپرېل له دوه ویشتمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ (آی پي ال ) شلمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د چینای سوپر کېنګز او رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ د هندوستان د بنګلور په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
  د لوبې پچه د چینای سوپر کېنګز لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) ایم ایس ډوني وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  د چینای سوپر کېنګز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 8 لوبغاړو په سوځېدو 181 منډې جوړې کړې او د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې ته یې د 182 منډو هدف ورکړ .
  د رایل چلېنجرز بنګلور کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 8 لوبغاړو په سوځېدو 154 منډې جوړې کړې، چې د ټاکلي هدف په تر لاسه کولو کې پاتې راغله، چې د 2 وېکټو او 27 منډو په توپیر یې له چینای سوپر کېنګز لوبډلې څخه ماتې وخوړه .
  د چینای سوپر کېنګز لوبډلې له لوري د توپ اچونې په برخه کې اشیش نېهرا ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 10 منډې یې ورکړې، 4 لوبغاړي یې وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د چینای سوپر کېنګز او رایل چلېنجرز بنګلور د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د چینای سوپر کېنګز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ ډیوانې سمېت په 29 توپونو 39 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ برېنډان میکالم په 6 توپونو 4 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ سورېش رینا په 32 توپونو 62 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، 6 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ ایم ایس ډوني په 13 توپونو 13 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ رویندرا جدېجا په 8 توپونو 8 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
6 ـــ فاف ډوپلیسېز په 18 توپونو 33 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
7 ـــ ډیوانې براو په 4 توپونو 5 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
8 ـــ اشوین په 3 توپونو 5 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې تر سره کړه او کېچ اوټ شو .
9 ـــ موهیت شرما په 6 توپونو 2 منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
د چینای سوپر کېنګز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ اېشور پانډې 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 21 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ اشیش نېهرا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 10 منډې یې ورکړې او 4 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ موهیت شرما 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 39 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ اشوین یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 17 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ رویندرا جدېجا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 37 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ ډیوانې براو 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
د رایل چلېنجرز بنګلور د توپ وهنې برخه :
1 ـــ منویندر بېسلا په 14 توپونو 17 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ رایلي روسو په 9 توپونو 14 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
3 ـــ ویرات کوهلي په 42 توپونو 51 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ دینېش کارتیک په 11 توپونو 10 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ اې بي ډیوېلرز په 10 توپونو 14 منډې جوړې کړې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او په منډه کې وسوځېده .
6 ـــ سرفراز خان په 7 توپونو 11 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ ډېوېډ ویسي په 20 توپونو 22 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
8 ـــ هرشال پټېل په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
9 ـــ میچیل سټارک په 6 توپونو 9 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
د رایل چلېنجرز بنګلور د توپ اچونې برخه :
1 ـــ میچیل سټارک 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 24 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ یوزویندرا چاحال په 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 40 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ هرشال پټېل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 28 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ ډېوېډ ویسي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 46 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ اقبال عبدالله 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 36 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .