سنرایزرز حیدر آباد کولکته نایټ رایډرز ته ستره ماتې ورکړه / د آی پي ال نولسمه سیالۍ

 
   د چهار شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) دویمه، چې د 2015 زېږدیز کال د اپرېل له دوه ویشتمې نېټې سره برابره وه. د هند غوره لیګ         (آی پي ال ) نولسمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د سنرایزرز حیدر آباد او کولکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ د هندوستان د ویساخپتنم په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه.
  د لوبې پچه د سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  د سنرایزرز حیدر آباد کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 4 لوبغاړو په سوځېدو 176 منډې جوړې کړې، چې مقابلې لوبډلې ته یې د 177 منډو هدف ورکړ.
  د باران د ورېدو له کبله د لوبې اورونه له 20 څخه 12 ته را ټیټ شول او د سنرایز حیدر آباد لوبډلې منډې هم له 176 څخه 117 ته را ټیټې شوې .
  کولکته نایټ رایډرز کرکېټ لوبډلې د 12 اورونو په لوبولو او د خپلو 4 لوبغاړو په سوځېدو 101 منډې جوړې کړې، چې د ټاکلي هدف په تر لاسه کولو کې پاتې راغله، چې د 6 وېکټو او 16 منډو په توپیر یې له سنرایزرز حیدر آباد څخه ستره ماتې وخوړه .
  سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې له لوري ډېوېډ وارنر ډېره ښکلې، په زړه پورې او بېرحمه توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 55 توپونو 91 منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 9 څلوریزې، 4 شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شول.
د سنرایزرز حیدر آباد او کولکته نایټ رایډرز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :  
د سنرایزرز حیدر آباد د توپ وهنې برخه :
1 ـــ شیکر دوان په 46 توپونو 54 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ ډېوېډ وارنر په 55 توپونو 91 منډې جوړې کړې، 9 څلوریزې، 4 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ روي بوپارا په 4 توپونو 2 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ نامن اوجا په 8 توپونو 18 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
5 ـــ مایسېس هینریکیوس په 5 توپونو 7 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
د سنرایزرز حیدر آباد د توپ اچونې برخه :
1 ـــ ډېل سټېن 3اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 24 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ بونېشور کمار 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 24 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ پراوین کمار 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 18 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ کرن شرما یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 5 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ مایسېس هینریکیوس یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 9 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ بیپول شرما یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 14 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
7ـــ روي بوپارا یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 7 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
د کولکته نایټ رایډرز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ روبین اوتاپا په 21 توپونو 34 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ ګواتم ګمبیر په 8توپونو 4 منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
3 ـــ منېش پانډې په 24 توپونو 33 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
4 ـــ اندري روسل په 10 توپونو 19 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ یوسف پټان په 7 توپونو 6 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ سوریا کمار یادوف په 2 توپونو 2 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
د کولکته نایټ رایډرز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ جان بوتا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 26 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ مورني مورکل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 31 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ سونیل نارین 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 38 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ یوسف پټان 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 18 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ اومېش یادوف 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 40 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ پیوش چاوله یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 15 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
7 ـــ اندري روسل یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 6 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .