
د سه شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) لومړۍ، چې د 2015 زېږدیز کال د اپرېل له یوویشتمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) اتلسمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د د کېنګز اکس ون پنجاب او راجستان رایلز کرکېټ لوبډلو ترمنځ د هندوستان د احمد آباد په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د راجستان رایلز لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
د راجستان رایلز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونه په لوبولو او د خپلو 6 لوبغاړو په سوځېدو 191 منډې جوړې کړې، چې مقابلې لوبډلې ته یې د 192 منډو هدف ورکړ .
کېنګز اکس ون پنجاب کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 6 لوبغاړو په سوځېدو 191 منډې جوړې کړې، چې لوبه مساوي شوه او د لوبو څار له خوا یو اور یوې لوبډلې ته او یو اور هم بلې لوبډلې ته ورکړل شو . د کېنګز اکس ون پنجاب لوبډلې په ټاکل شوو 6 توپونو 15 منډې جوړې کړې، چې د راجستان رایلز لوبډلې د 6 توپونو په لوبولو یوازې 6 منډې جوړې کړې، چې کېنګز اکس ون پنجاب لوبډله توانېده، چې د راجستان رایلز لوبډلې ته په سوپر اور کې ماتې ورکړي او د لوبې بریا په خپل نامه کړي .
د راجستان رایلز او کېنګز اکس ون پنجاب د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د راجستان رایلز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ اجینکا ریحاني په 54 توپونو 74 منډې جوړې کړې، 6 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ شېن واټسن په 35 توپونو 45 منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او سټمپ اوټ شو .
3 ـــ ډیپک هوډا په 9 توپونو 19 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
4 ـــ سټیفن سمېت په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
5 ـــ کارون نیر په 13 توپونو 25 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ جېمز فولکنر په 3 توپونو یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ سټوارټ بیني په 4 توپونو 12 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
8 ـــ سنجو سمسن په 2 توپونو 5 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
د راجستان رایلز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ چرېس موریس 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 34 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ سټوارټ بیني 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 13 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ جېمز فولکنر 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 41 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړي یې ونه سوځاوه .
4 ـــ پراوین ټامبي 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ راهول ټیواټیا 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 31منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ ډیپک هوډا 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 35 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
7 ـــ شېن واټسن یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 13 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د کېنګز اکس ون پنجاب د توپ وهنې برخه :
1 ـــ مورالي ویجی په 18 توپونو 21 منډې جوړې کړې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او په منډه کې وسوځېده .
2 ـــ ویرېندر سیهواګ په 4 توپونو یوه منډه جوړه کړه او په منډه کې وسوځېده .
3 ـــ شون مارش په 40 توپونو 65 منډې جوړې کړې، 5څلوریزې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ ګلین مکسویل په 6 توپونو یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ ډېوېډ مېلر په 30 توپونو 54 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، 5 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ وریدیمن شاه په 8 توپونو 19 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
7 ـــ اکسر پټېل په 7 توپونو 12 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه.
8 ـــ میچیل جانسن په 7 توپونو 13 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
د کېنګز اکس ون پنجاب د توپ اچونې برخه :
1 ـــ سندیپ شرما 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ انوریت سېنګ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 41 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ میچیل جانسن 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 33 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ اکسر پټېل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 30 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ شیوم شرما 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 44 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ ګلین مکسویل یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 15 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .