
د دوشنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د وري (حمل) یو دېرشمه، چې د 2015 زېږدیز کال د اپرېل له شلمې نېټې سره برابره وه. د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) اولسمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د ډهلي ډارېډیوېلز او کولکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ د دهندوستان په ډهلي نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د ډهلي ډارېډیوېلز کرکېټ لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
د ډهلي ډارېډیوېلز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 8 لوبغاړو په سوځېدو 146 منډې جوړې کړې، چې مقابلې لوبډلې ته یې د 147 منډو هدف ورکړ .
د کولکته نایټ رایډرز کرکېټ لوبډلې د 18.1 اورونو په لوبولو او د خپلو 4 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ سره تر لاسه، چې د ډهلي ډارېډیوېلز کرکېت لوبډلې ته یې د 6 وېکټو او 11 توپونو په توپیر ستره ماتې ورکړه .
د کولکته نایټ رایډرز لوبډلې له لوري ګواتم ګمبیر ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 49 توپونو 60 منډې جوړې کړې، چې 8 څلوریزې یې ترسره کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د ډهلي ډارېډیوېلز او کولکته نایټ رایډرز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ میانک اګروال په 8 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ شري یاس ایر په 24 توپونو 31 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
3 ـــ جین پول ډومیني په 8 توپونو 5 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
4 ـــ منوج تایواري په 28 توپونو 32 منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ یوراج سېنګ په 19 توپونو 21 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او سټمپ اوټ شو .
6 ـــ انجیلو مټویز په 21 توپونو 28 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
7 ـــ کیدار جادف په 9 توپونو 12 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
8 ـــ نتان کولټر نایل په 2 توپونو 2 منډې جوړې کړې او په منډه کې وسوځېده .
9 ـــ امېت مېشرا په یوه توپ یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه .
د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ ډامنیک متوسوامي 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 18 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ نتان کولټر نایل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 30 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ انجیلو مټویز 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 33 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ عمران طاهر 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 30 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ جین پول ډومیني یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 10 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 امېت مېشرا 3.1 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د کولکته نایټ رایډرز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ روبین اوتاپا په 13 توپونو 13 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ ګواتم ګمبیر په 49 توپونو 60 منډې جوړې کړې، 8 څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
3 ـــ منېش پانډې په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
4 ـــ سوریا کمار یادوف په 16 توپونو 24 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ یوسف پټان په 26 توپونو 40 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 6 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
6 ـــ ریان تین ډزچتي په 2 توپونو 3 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د کولکته نایټ رایډرز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ اومېش یادوف 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 18 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ مورني مورکل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 30 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ سونیل نارین 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 38 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ اندري روسل 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 21 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ پییوش چاوله 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 27 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
6 ـــ یوسف پټان یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 9 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .