څلور سوه کاله پخوانۍ هګۍ پلورل کیږي

په بریتانیا کې د فیلمرغ څلور سوه کاله پخوانۍ هګۍ پلورنې ته وړاندې شوه.
د بریتانیا د نشراتو ادارې په حواله د لندن مشهور پلورنځی » سوتھبائی « لخوا د فیلمرغ هګۍ دغه هګۍ پلورنې ته وړاندې شویده. د مدغاسکر په سیمه کې موندل شوی ددغه نااشنا هګۍ اچوونکی مرغه له ۳۰۰ تر ۷۰۰ کاله پخوا د ځمکې پر مخ پیدا شوی و چې د جسامت اندازه یې له همدغې هګۍ څخه معلومیږي. دغه هګۍ ۳۰ سانتي متر لوړه ده کوم چې د عامو هګیو څخه ۲۰۰ ځلې لویه ده. د پلورنې لپاره دا وړاندې شوې هګۍ څلور سوه کاله پخوانۍ ده. د یاد پلورنځي مسولین وایي چې دا هګۍ ۵۰۰۰۰ برتانوي پونډه پورې پلورل کیږي.
له دې څخه معلومه شوه چې د دغې هګۍ اچونکی فیلمرغ د ځمکې پر مخ تر ټولو لوي مرغه دی چې ۳ متره لوړوالی او ۴۵۰ کیلو ګرامه وزن لري.