د دوو تورو ورځو( 7 او 8 ) ثور په اړه ځيني حقائق

 
د ثور لومړۍ اومه د شوروي يرغل لپاره مقدمه وه او بله اومه (چي د خلكو د غولولو لپاره ئې د اتمي نوم وركړى) د امريكايي يرغل لپاره پېلامه شوه، د ثور د اومي لومړۍ كودتا د مسكو په وينا او ملاتړ ترسره شوه، او دا دوهمه كودتا چي د اتمي په نامه ئې يادوي د مسكو او واشنگټن د گډ توافق په نتيجه كي رامنځته شوه، لومړۍ ئې اقتدار په بشپړه توگه مسكو پلو كمونستانو ته وسپارلو او د دوهمي په نتيجه كي اقتدار له كمونستانو، غربپالو، ايران پالو او منافقينو جوړي شوې هغي ائتلافي جبهې ته انتقال شو چي د مسكو او واشنگټن په وينا او د ايران په وساطت جوړه شوه، په دې موخه چي د مجاهدينو په لاس د يوه اسلامي حكومت د جوړېدو مخه ونيسي. مسكو، واشنگټن او تهران ته هغه مهال تر هر څه مهمه موضوع دا وه چي د جهاد تجربه ناكامه كړي. مسكو له دې وېرېدو چي د مجاهدينو بريا به د دې باعث شي چي د روسانو تر سلطې لاندي مركزي آسيا ته هم د جهاد څپې وغځېږي او دا هېوادونه د دوى له منگولو ووځي، امريكا له دې وېرېده چي د مجاهدينو بريا به پر ټولي اسلامي نړۍ د غرب سلطه له سخت گواښ سره مخامخ كړي، تهران د مجاهدينو له بريا تر نورو زيات وېرېدو او اندېښنه ئې دا وه چي د ايران مظلوم او له خپلو ټولو اسلامي او انساني حقونو محروم سنيان به د متعصب او ظالم شيعي نظام په خلاف بغاوت ته وهڅوي او د افغان جهاد تجربه به هلته هم تكرار شي. دغه گډ هدف؛ واشنگټن، مسكو او تهران يوه داسي ائتلاف ته چمتو كړل چي په ظاهر كي پټ وو خو په حقيقت كي ډېر څرگند. دا ائتلاف له هغي ورځي تر نن پوري دوام وكړ، د حزب اسلامي په خلاف د دې كورني او بهرني ائتلاف جگړه او بيا د طالبانو په ضد د دې ائتلاف بل جنگ په اصل كي يوه لړۍ ده چي بنسټ ئې له افغانستان د شوروي ځواكونو د وتلو پر مهال كېښودل شو او تر نن پوري ئې دوام وكړ. دې ائتلاف د جبل السراج د موافقې په نتيجه كي داسي ائتلافى حكومت جوړ كړ چي په ظاهر كي ئې ائتلافي بڼه درلوده خو د پردې تر شا ټول واك د كمونستانو په لاس كي وو، له ډاكټر نجيب او درې څلورو ملگرو ئې پرته ټول نظام پر خپل حال پاته وو، امنيتي ځواكونه، فوځ، پوليس او د ملي امنيت رياست (خاد) په بشپړه توگه د كمونستانو په لاس كي وو، د ملگرو ملتونو د سرمنشي خاص استازي بينن سيوان داسي نظامي شورى جوړه كړې وه چي رئيس ئې د نجيب د وخت د كابل گارنيزيون قومندان جنرال نبي عظيمي وو، لوى درستيز ئې جنرال آصف دلاور، اكثريت غړي ئې كمونستان او څو غړي ئې د هغو په اصطلاح تش په نامه جهادي ډلو چي په دې ائتلاف كي شامل شوي وو. د حكومت وضعيت داسي وو چي د ارگ په نيمايي برخي كي جنرال دوستم له خپلو ملېشو سره مېشت وو، د رباني په غياب كي به هغه د جمهور رئيس ځاى ناستى او كفيل وو، د كابل امنيت په بشپړه توگه د مخكي په څېر د كمونستانو په واك كي وو. ائتلافي جبهې ته د حزب اسلامي په ضد د جنگ د دوام مـأموريت سپارل شوى وو، د امريكا منصوبه دا وه چي جنگ دوام وكړي، مجاهدين خپل ټول امكانات له لاسه وركړي، ناكام، په فساد كي غرق، د جگړو د دوام باعث، شوړ او بدنام ائتلافي حكومت د مجاهدينو د حكومت په نامه معرفي كړي او په دې توگه د جهاد او مجاهدينو سپېڅلي نومونه بې اعتباره كړي. ائتلافي جبهه د جگړي د دوام په مأموريت كي بريالۍ وه خو د حزب اسلامي د ځپلو په دندي كي ئې نه يوازي په زړه پوري بريا نه درلوده بلكي له ماتي سره مخامخ شوه، د جبهې د بشپړي ماتي د مخنيوي لپاره د طالبانو په نامه تحريك وزېږول شو، د هغوى لومړى مأموريت هم له ټولو مجاهدينو په ځانگړې توگه له حزب اسلامي سره جنگېدل او د ملت خلع سلاح كول وو، د پاكستان له پولي له راتېرېدو سره سم ئې د حزب اسلامي په ضد خپل جنگ پيل كړ، د ائتلافي جبهې د بهرنيو حاميانو تر څنگ د كابل واكمنانو هم مالي او نظامي مرستي ورسره كولې، دوى په دې سلا شوي وو چي طالبان به له شا د حزب پر سنگرونو بريد كوي، د بريا په صورت كي به كابل ته له ننوتلو ډډه كوي، په كابل كي به داسي گډ حكومت جوړوي چي مشر به ئې مخلوع پاچا ظاهر خان وي. خو پېښو داسي مسير غوره كړ چي كابل د طالبانو په لاس كي پرېوت، كابل ته د ظاهر خان راتگ ترسره نشو، د طالبانو او شمالي ټلوالي ملگرتيا په سختي دښمنۍ واوښته، د طالبانو په ليكو كي د بهرنيو جنگياليو شمېر زيات شو، له دې كبله له طالبانو سره د غربي او په غرب پوري د تړلو عربي هېوادو خواخوږي او مرستي راكمي شوې، د دوى په گټه د بي بي سي او امريكا غږ تبليغات هم ورو ورو كم رنگه شوو، د طالبانو او شمالي ټلوالي تر منځ د جگړو لمن نږدې ټول هېواد ته وغځېده، نږدې وو چي شمالي ټلواله خپلي وروستۍ مورچلي په تخار كي هم له لاسه وركړي، كله چي خبره دې ځاى ته ورسېده نو واشنگټن او مسكو پرېكړه وكړه چي گډ اقدام وكړي، د روسانو اولس زره فوځيان به د تاجكستان او اوزبكستان له لاري بريد كوي، تخار او مزار به له طالبانو نيسي او شمالي ټلوالي ته به ئې سپاري، د جگړي ټول مصارف به امريكا په غاړه اخلي، خو په همدې وخت كي د يولس سپتمبر ستره او نادره پېښه رامنځته شوه، د نيويارك پر تجارتي مراكزو او په واشنگټن كي د پنتاگون او سي آى اې پر دفترونو داسي بريدونه وشول چي په بشري تاريخ كي ئې بېلگه نشو موندلى، دا بريد د دې باعث شو چي امريكا د گډ بريد منصوبه بدله كړي، تر ټاكلي وخت وړاندي اقدام وكړي او د هغو طالبانو حكومت نسكور كړي چي د پاكستان په لاس ئې جوړ كړي وو او د ځينو عربي هېوادو له لاري ئې مرستي ورسره كولې، كابل ئې اشغال كړ او شمالي ټلوالي ته ئې وسپارو، بيا ئې په بن كي داسي حكومت جوړ كړ چي وزارتونه ئې پر هغو پرديپالو ډلو ووېشل چي حاميانو ئې د افغانستان په اشغال كي د امريكا ملگرتيا او مرسته كړې وه، په حكومت كي ئې غوښينه برخه كمونستانو ته وسپارله او دا برخه ئې ورو ورو لازياته كړه، دا ځكه چي له يوې خوا دوى د نورو په غلامۍ كي ښه تجربه لري، نه په دين باور لري او نه ملي هويت، خپلواكي او آزادي ورته ارزښت لري او نه د مقدساتو او سپېڅلو مفاهيمو په نامه څه پېژني. اشغالگر ځواكونه تل او په هر هېواد كي داسي ذليلي ډلي غوره كوي چي نه پر خداى باور لري او نه پر معنوي ارزښتونو، له بلي خوا امريكايانو په افغانستان كي داسي غربپال عناصر او ډلي نه درلودې چي د جنگي موخو لپاره ئې وكاروي. شوراى نظار او طالبان ئې موقتاً او د اسلام او جهاد تر پوښښ لاندي د مجاهدينو په ضد وكارول، اوس د هغوى د كاروني نېټه پاى ته رسېدلې. نن او له اشغال څوارلس كاله وروسته د كابل امريكايي حكومت نږدې ټول مهم وزارتونه او امنيتي ځواكونه د كمونستانو په لاس كي دي، جمهور رئيس داسي څوك دئ چي امريكايي تابعيت لري، مېرمن ئې مسيحي ده، امريكايانو له څو كلونو رادېخوا پر دې پروژې پانگوني كولې چي دى د ارگ پر گدۍ كښېنوي، جنرال دوستم د ده لومړى معاون دئ، اجرائيه رئيس د نجيب د اقتدار له نسكورېدو لږ وړاندي د خاد له لوري پنجشير ته ولېږل شو، چي له مسعود سره د ارتباط وسيله شي او هغه دې ته وهڅوي چي په حكومت كي شامل شي، مسكو نجيب ته دنده سپارلې وه چي مسعود حتماً په حكومت كي شامل كړي، عبدالله خپل مأموريت په ښه توگه ترسره كړ، له كاوياني، فريد مزدك، جنرال نبي عظيمي او بريالي سره د مسعود د ليدنو او توافقاتو لار د ده په وساطت پرانيستل شوه، د كورنيو چارو وزير ستر جاني او د افغانانو بل لوى بدنام قاتل علومي د ده له لوري غوره شوى!! حقيقت دا دئ چي نن د كابل په امريكايي حكومت كي كمونستانو ته د اقتدار سپارلو لړۍ خپلي اوچتي كچي ته رسېدلې او همدا د دوهمي اوم ثور كودتا (اتم ثور)، د طالبانو د زېږولو، پر افغانستان د امريكا د بريد، د بن غونډي، او د غولوونكو انتخاباتو له لاري د اوسني مفسد امريكايي حكومت طبيعي پايله ده.
د اوم ثور لومړۍ خونړۍ كودتا هغه مهال رامنځته شوه چي شوروي اتحاد د زور او مستۍ په لوړي څوكى خپل سور بيرغ رپولو، امريكا د شوروي په وړاندي له ډېرو ماتو وروسته تدافعي او انفعالي حالت غوره كړى وو او د نړۍ په هيڅ گوټ كي ئې له شوروي سره د ډغرو وهلو جسارت نشو كولى، كمونيزم د متحده ايالاتو تر پولي نږدې كيوبا ته رسېدلى وو، په كابل كي ئې خپل زوړ ملگرى جلاد داؤد ووژلو او اقتدار ئې خپلو ذليلو كمونستو غلامانو ته وسپارلو، خو د اوم ثور دوهمه كودتا هغه مهال ترسره شوه چي شوروي ځواكونه په افغانستان كي له سختي ماتي سره مخامخ شوي او له دې هېواد عاجل او بشپړ وتلو ته اړ شوي وو، له واشنگټن سره ئې موافقه وكړه چي اقتدار د دواړو د خوښي يوې ائتلافي جبهې ته وسپاري، په همدې موخه د جبل السراج هغه ائتلافي جبهه جوړه شوه چي په تركيب كي ئې محوري ځواك د پرچم ډله وه او دنده ئې د شوروي ځواكونو نيمگړى جنگي مأموريت بشپړول.