
د ۱۳۵۸ ه.ل کال د مرغومي شپږمه و، چې د پخواني شوروي پوځ سرو لښکر د خپل سیاسي رهبر (ليونيد برژنیف) په امر د افغانستان په سپڅېلې خاوره کې کرغېړن ګامونه کېښودل. په افغانستان کې د وخت د دولت (خلق دیموکراتیک) ملاتړ د دوی د پردې پر مخ شعار و، خو اصلي موخې یې ډېرې زیاتې وې، چې تر ټولو بارزه یې ګرمو اوبو ته ځان رسول وو. شوروي پوځونه مخکې له دې چې افغانستان ته راشي؛ د افغانستان فرهنګ، دود او عنعنات یې نه وو څېړلي. دوی افغانستان ته هم د تاجکستان، ازبکستان او... فکر کړی و. خلک یې ځورول، افغان پتمنو ښځو ته یې په بده سترګه کتل او له اسلام سره یې خپل مخالفتونه په ورو ورو څرګندول.افغانانو دا حالت نشوی زغملی، هر ځای یې پاڅونونه پیل کړل.
د یادونې وړ ده چې د پورتنیو شومو کړنو تر څنګ ځینو نورو کړیو هم افغان عام ولس د شوروي پوځ پر وړاندې پاڅون ته هڅولو، چې له روسیې په ویره کې وې او خپله چاړه یې په اوبو کې لیده. له دې ډلې پاکستان، برتانیا او امریکا یادولی شو. روسیې غوښتل هندوستان ته، کوم چې د برتانیا تر ولکې لاندې و او ټولې ګټې یې مستقیماً یاد هېواد ته تللې، ځان ورسوي. پاکستان ځکه په وېره کې و چې روسیې له همدې لارې هند ته ځان رسولو، او امریکا له دې کبله افغانان هڅول چې هغه مهال یې په ټوله نړۍ کې یوازینی رقیب روسیه و، هر ډول ډغرې یې ورسره وهلې؛ د دوی یوزاینۍ هیله همدا وه چې شوروي اتحاد کمزوری وویني.
په ۱۳۵۸ کال، جهاد په افغانستان کې په رسمي توګه پیل شو. هره خوا د شوروي پوځ په سور مخو لښکرو مرګوني ګوزارونه وشول. دوی هم کمی ونه کړ، تر یو میلیون زیات افغانان یې شهیدان او تر پنځه میلیونه زیات یې کډوالۍ (مهاجرت) ته اړ کړل. د افغانستان له جهادیانو سره ډېرو هېوادو مرسته وکړه چې په سر کې یې د امریکا نوم اخیستلی شو، په څنګ کې یې ایران، مصر، کوېټ، پاکستان او نور هم ملاتړي وو. باید یاده شي چې امریکا متحده آیالاتو خپلې مرستې د پاکستان له لارې له افغانستان سره کولې، چې له برکته یې پاکستان هم ډېر شتمن شو.
د لوی خدای (ج) په مرسته، د بهرنیو هېوادو د همکاریو له کبله او د ملګرو ملتونو او نورو اړونده نړیوالو ټولنو د فشارو له کبله شوروي پوځ په افغانستان کې ماتې وخوړه او وروستی سور مخی یې د ۱۳۷۱ ه.ل کال د ثور پر آتمه له افغانستان څخه ووت، چې په دې سره د افغانستان مېړني مجاهدین بریالي شول، د خپل وطن د دفاع او د اسلام د ساتلو په موخه برحق جهاد ته یې رسماً د پای ټکی کېښود.
دا چې له یاد جهاد څخه بهرنیو هېوادو او کړیو څومره او څه ډول ګټه کړې، پر دې به بحث نه کوو، راځئ پر دې خبرې وکړو چې افغانانو ولې جهاد وکړ او موخه یې ترې څه وه؟
لکه مخکې چې وویل شول، د بهرنیو کړیو د هڅولو تر څنګ دوه لوی لاملونه وو چې افغانان د خپلو سرو قربانۍ ته چمتو او د روسانو په وړاندې ودرېدل. لومړی د اسلام له مقدس دین څخه دفاع، ځکه روسانو په افغانستان کې تر ډېره بریده تر پښو لاندې کړ. دویم د خپل وطن آزادي او د خپل وطن واګې په خپل واک کې اخیستل.
اوسمهال متآسفانه د هېواد ډېری شمېر وګړو ته دا ورپېچکاري شوې، چې مجاهدینو د اسلام لپاره جهاد وکړ، نور دې آرام کېني او په جوماتونو کې دې تسبېح اړوي را اړوي. د دوی په وینا چې ګواکي هېواد دې نور هغو چا ته پرېښودل شي، چې د جهاد پر مهال یې په بهر هېوادو کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای، د خپلې ملګرې په غېږه کې، د سینما په منځ کې د شپې تر ۱۲ بجو فېلمونه کتل او سهار به په آرام زړه د کالج پر لوري تلل. له بدغه مرغه چې دا یو ډېر منفي لیدلوری او غلطه خبر ده. د افغان جهادیانو یوه تر ټولو لویه موخه د هېواد آزادي او د خپل وطن واګې په خپل لاس کې اخیستل وو. د پورتني منطق په اړه غواړم یوه ساری درکړم؛ افغان کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰۱۵ نړیوال جام کې په ډېرو خواریو ګډون وکړ، شپه ورځ یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې، خولې یې تویې کړې او بلاخره یې هلته لوبې وکړې. کله چې افغانستان ته راستانه شول، دولت او ځینو سوادګرو یو شمېر مادي ډالۍ ورته اعلان کړې. آیا دا د منلو وه چې هغه ډالۍ دې د کرکټ لوبډلې پر ځای فوټبال ملي لوبډلې ته ورکړل شوې وې وی؟ پوهېږم چې د ټولو ځواب نه دی. کله چې داسې ده نو باید د افغان دولت واګې هغو چا ته ورکړل شوې وی او په راتلونکي کې هم ورکړل شي، چې د سختیو پر مهال یې افغانستان یواځې نه و پرېښی او تل په همدې خاوره کې پاتې شوي وو. هو، دا هم باید په ډاګه شي چې وړتیا ته باید سل په سلو کې پام وشي، داسې نه چې خپله یې تر نهم ټولګي ښوونځی نه وي ویلی، بیا د انرژۍ او اوبو وزارت، د دفاع وزارت او یا د کورنیو چارو وزارت پر څوکیو خپله د کېناستو هیله لري. په افغان جهادیانو کې پیاوړي خلک شته، لوړې زده کړې لري او د پیاوړي مدیریت خاوندان دي؛ د دې تر څنګ دوی باید په نویو ځوانانو کار وکړي او سم یې وروزي.
په پای کې ټینګار کوم، چې د ثور آتمه د افغانستان د مېړنیو او باتوره بچیانو د بریالیتوب ورځ وه، لکه څرنګه یې چې موخه هغه وخت هم له اسلام څخه د دفاع تر څنګ د خپل هېواد آزادي او د خپل هېواد د واګو اخیستل وو؛ په راتلونکي کې دې هم همدا دریځ غوره کړي او پردیو ته دې اجازه نه ورکوي چې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهونه وکړي.