چینای سوپر کېنګز له راجستان رایلز څخه ماتې وخوړه / د آی پي ال پنځلسمه سیالۍ

 
   د یکشنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د وري (حمل) دېرشمه، چې د 2015 زېږدیز کال د اپرېل له نولسمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) پنځلسمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د چینای سوپر کېنګز او راجستان رایلز لوبډلو ترمنځ د هند په احمد آباد نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
  د لوبې پچه د چینای سوپر کېنګز لوبډلې، لوبډل مشر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  د چینای سوپر کېنګز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 4 لوبغاړو په سوځېدو 156 منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د 157 منډو هدف ورکړ .
  د راجستان رایلز کرکېټ لوبډلې د 18.2 اورونو په لوبولو او د خپلو 2 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ سره تر لاسه او چینای سوپر کېنګز لوبډلې ته یې د 8 وېکټو او 10 توپونو په توپیر ستره ماتې ورکړه .
  د راجستان رایلز لوبډلې له لوري اجینکا ریحاني ډېره ښکلې او برید کوونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 55 توپونو 76 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 6 څلوریزې، 2 شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د چینای سوپر کېنګز او راجستان رایلز د توپ وهنې او توپ اچونې لړ لیک په لاندې ډول دی :
د چینای سوپر کېنګز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ دیوانې سمېت په 29 توپونو 40 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
2 ـــ برېنډان میکالم په 7 توپونو 12 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ سورېش رینا په 8 توپونو 4 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ فاف ډوپلیسېز په 3 توپونو یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ دیوانې راو په 36 توپونو 62 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 8 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
6 ـــ ایم ایس ډوني په 37 توپونو 31 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او 4 څلوریزې یې ترسره کړې .
د چینای سوپر کېنګز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ ایشور پانډې 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 12 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ اشیش نېهرا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 32 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ موهیت شرما 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 33 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ رویندرا جدېجا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 29 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ اشوین 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 21 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ دیوانې براو 2.2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 30 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
د راجستان رایلز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ اجینکا ریحاني په 55 توپونو 76 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 6 څلوریزې او 2 شپږیزې یې ترسره کړې .
2 ـــ شېن واټسن په 47 توپونو 73 منډې جوړې کړې، 6 څلوریزې، 4 شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
3 ـــ سټیفن سمېت په 7 توپونو 6 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ کارون نیر په یوه توپ یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه .
د راجستان رایلز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ انکیت شرما 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 26 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ چرېس موریس 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 19 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ پراوین ټمبي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 36 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ ډیپک هوډا 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ جېمز فولکنر 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 26 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ سټوارټ بیني یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 5 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
7 ـــ  شېن واټسن 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .