
د شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د وري (حمل) نهه ویشتمه، چې د 2015 زېږدیز کال د اپرېل له اتلسمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) څوارلسمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د کولکته نایټ رایډرز او کېنګز اکس ون پنجاب لوبډلو ترمنځ د هندوستان د پونې په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د کېنګز اکس ون پنجاب لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
د کنېګز اکس ون پنجاب کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 9 لوبغاړو په سوځېدو 155 منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د 156 منډو هدف ورکړ.
د کولکته نایټ رایډرز کرکېټ لوبډلې د 17.5 اورونو په لوبولو او د خپلو 6 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ سره تر لاسه او د کېنګز اکس ون پنجاب لوبډلې ته یې د 4 وېکټو او 13 توپونو په توپیر ماتې ورکړه .
د کولکته نایټ رایډرز کرکېټ لوبډلې له لوري اندري روسل ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې توپ وهنې نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 36 توپونو 66 منډې جوړې کړې،چې په منډو کې یې 9 څلوریزې او 2 شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د کېنګز اکس ون پنجاب او کولکته نایټ رایډرز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د کېنګز اکس ون پنجاب د توپ وهنې برخه :
1 ـــ مورالي ویجی په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
2 ـــ ویرېندر سیهواګ په 10 توپونو 11 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ وریدیمن شاه په 11 توپونو 15 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
4 ـــ ګلین مکسویل په 26 توپونو 33 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 جیورج بېلي په 45 توپونو 60 منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او په منډه کې وسوځېده .
6 ـــ تیسېرا پرېرا په 8 توپونو 9 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ ګورکیرات سېنګ په 10 توپونو 11 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
8 ـــ اکسر پټېل په 3 توپونو 2 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
9 ـــ میچیل جانس په 2 توپونو یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
د کېنګز اکس ون پنجاب د توپ اچونې برخه :
1 ـــ سندیپ شرما 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې او 4 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ انوریت سېنګ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 37 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ میچیل جانس 3.5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 41 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 تیسېرا پرېرا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 33 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ اکسر پټېل 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 مندې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د کولکته نایټ رایډرز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ روبین اوتاپا په 10 توپونو 13 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو .
2 ـــ ګواتم ګمبیر په 19 توپونو 11 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ منېش پانډې په 6 توپونو 12 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ سوریا کمار یادوف په 10 توپونو 23 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ یوسف پټان په 24 توپونو 28 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې یې ترسره کړې .
6 ـــ ریان تېن ډز چتي په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
7 ـــ اندري روسل په 36 توپونو 66 منډې جوړې کړې، 9 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
8 ـــ پایوش چوالا په یوه توپ 4 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
د کولکته نایټ رایډرز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ اومېش یادوف 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 33 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ مورني مورکل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 27 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ اندري روسل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 39 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ سونیل نارین 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 17 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ پایوش چوالا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 29 مندې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .