ډهلي ډارېډیوېلز سنرایزرز حیدر آباد ته ستره ماتې ورکړه / د آی پي ال دیارلسمه سیالۍ

 
لیکوال : عطا محمد میاخېل
   د شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د وري (حمل) نهه ویشتمه، چې د 2015 زېږدیز کال د اپرېل له اتلسمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) دیارلسمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د ډهلي ډارېډیوېلز او سنرایزرز حیدر آباد لوبډلو ترمنځ د هندوستان د ویساخپتنام په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې تر سره شوه .
  د لوبې پچه د ډهلي ډارېډیوېلز لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  د ډهلي ډارېډیوېلز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 4 لوبغاړو په سوځېدو 167 منډې جوړې کړې، چې مقابلې لوبډلې ته یې د 168 منډو هدف ورکړ.
  د سنرایزرز حیدرآباد کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 8 لوبغاړو په سوځېدو 163 منډې جوړې کړې، چې د ټاکلي هدف په تر لاسه کولو کې پاتې راغله، چې د 6 وېکټو او 4 منډو په توپیر یې له ډهلي ډارېډیوېلز څخه ستره ماتې وخوړه .
  د ډهلي ډارېډیوېلز لوبډلې له لوري جین پول ډومیني ډېره ښکلې او په زړه پورې، توپ وهنه او توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه، چې د توپ وهنې په برخه کې یې په 41 توپونو 54 منډې جوړې کړې، چې 5 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او د توپ اچونې په برخه کې یې 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 17 منډې یې ورکړې او 4 لوبغاړي یې وسوځول. د همدې غوره کار کرده ګۍ له کبله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .  
د ډهلي دارېډیوېلز او سنرایزرز حیدر آباد د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ میانک اګروال په 3 توپونو یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ شري یاس ایر په 40 توپونو 60 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، 5 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ جین پول ډومیني په 41 توپونو 54 منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
4 ـــ یوراج سېنګ په 13 توپونو 9 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ انجیلو مټویز په 11 توپونو  15 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه شپږه یې ترسره کړه .
6 ـــ کیدار جادف په 12 توپونو 19 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ نتان کولټر نایل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 26 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ جین پول ډومیني 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 17 منډې یې ورکړې او 4 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ ډامنیک متوسوامي 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ انجیلو مټویز 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 38 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ عمران طاهر 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 35 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ امېت مېشرا 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 14 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
7 ـــ یوراج سېنګ یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 10 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د سنرایزرز حیدر آباد د توپ وهنې برخه :
1 ـــ ډېوېډ وارنر په 20 توپونو 28 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ شیکر دوان په 18 توپونو 18 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
3 ـــ روي بوپارا په 30 توپونو 41 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ لوکېش راهول په 21 توپونو 24 منډې جوړې کړې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
5 ـــ نامن اوجا په 10 توپونو 12 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
6 ـــ این مورګن په 2 توپونو یوه منډه جوړه کړه او بولډ اوټ شو .
7 ـــ اشېش رېډي په 8 توپونو 15 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او په منډه کې وسوځېده .
8 ـــ کارن شرما په 10 توپونو 19 منډې جوړې کړې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
9 ـــ پراوین کمار په یوه توپ، یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه .
د سنرایزرز حیدر آباد د توپ اچونې برخه :
1 ـــ پراوین کمار 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 38 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ ډېل سټېن 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 27 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ بونېشور کمار 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 21 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ روي بوپارا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 38 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ کارن شرما 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ اشېش رېډي 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 15 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .