څه ډول دې چې ټیم دی، هغسې به دې کمپني وي:

 
 
لومړۍ خبره: کیدای شي شراکت ښه ونه ګڼې او یا دې ذهنیت په اړه منفي وي خو یاره یوه خبره حتمي ومنه هغه دا چې افریقایان وايي: "که موخې ته زر ځان رسوې، یوازې لاړ شه! که ډیر لیرې ځې، نو ملګری ومومه!"
شراکت کاروباري بار کموي او د کارونو ترسره کولو لپاره دوه نظرونه رامنځته کیږي چې یو به یې حتماً ښه وي!
اجراات مهم دي!
توماس ایډیسن وایي: لرلید بې له کوم عملي اقدامه خوشې ځان غلطول دي!
ددې لپاره چې لرلید دې په حقیقت بدل شي، عملي یې کړه!
نوي متشبثین دې ښه ټیم جوړ کړي؛ بری داسې کوم شی نه دی چې شپې ویده شه او سهار دې بریالی وې! بری کار او ټیم ته اړتیا لري؛ په ټيم کې بهترین را ټول کړه او بیا یې تر څارنې لاندې ونیسه!
 
۶لارښوونې د بشپړ پوتانسیل تر لاسه کولو لپاره:
لیکوال: Nina Zipkin
ژباړه:روکیان
هر متشبث په دې باور دی چې ډیر کار کول او خپله اداره له پورونو ویستل کولای شي، د یوې ادارې د پرمختګ سبب شي!
خو یوه خبره په یاد ولرئ هغه دا چې یوازینی شی چې موفقیت تضمینولای شي: شله توب/دوامداره په یوې موضوع کار کول!
ډیر په دې باور دي چې که یو څوک خورا لایق وي نو بریالی دی! دغه نړۍ له ډیرو لایقو خلکو ډکه ده خو بریالي نه دي!
ددې سرچپه ډیر داسې دي چې لایق نه دي خو په خپلو موخو پسې شله توب دې ځای ته رسولي چې سترې بریالیتوبونه ترلاسه کړای شي!
ځینې لنډې مشورې به په دې ډول وي:
الف: موخې وټاکه او ګردچاپیره ترې تاویږه!
یوازې موخې ټاکل مهم نه دي بلکې هر څه چې کوې یو ډول باید دغو موخو ته ګټه رسونکی وي او باید ددې سبب شي چې یو پړاو مو د موخو په لوري نږدې کړي!
سټیو جابز یو ځلې ویلي وو: ستر کار ترسره کول په دې مانا چې هغه څه سره چې ترسره کوې یې باید مینه ولرې!
نه ووایه:
وارن بوفې وایي: د بریالیو او ډیرو بریالیو  ترمنځ توپیر دا دی چې ډیر بریالي ډیر "نه" وایي!
د افغانانو ستونزه هم داده چې په ډیرې اسانۍ "نه" نه وایي! داسې کارونو لپاره هم هوکړه کوي چې ښه پوهیږي چې یې نشي ترسره کولای!
۳: مخکې له دې چې غبرګون وښیې، غوږنیسه!
غوږ نیول افغانانو ته اسان کار نه دی! هڅه کوي چې زر ځواب ووایي؛ دوی ته مهم نه دی چې ځواب به یې څه پایلې ولري خو هڅه کوي چې لومړني شي!
که غوږ ونیسي، دوې ګټې به یې کړې وي: په کیسه به پوره پوه شوی وي او له بل پلوه به یې له متکلم سره صحي کاري اړیکې جوړې شوې وي!
۴د نورو لپاره اغیزمن شه!
ځینې خلک یوازې د خپل ځان مسؤلیت لري خو بیا ځینې داسې هم شته چې ډیر نور ورته سترګې په لار وي!
که غواړې چې مشر شې او په نورو اغیزمن شې،
الف: ډیر زده کړه،
ب: ډیر ترسره کړه
تشویق ددې مانا نه لري چې تاسو دې هر کال خپلو مامورینو ته بونسونه او یا هم نورې جایزې ورکړئ، بلکې هغه په دې دلیل قانع کړه چې سهار له خوب پالنګه ولې پاڅي؟!!
۵: زده کړه مه پریږده!
د ځینو لپاره د زده کړو پای ۱۲م وي؛ د ځینو نورو لپاره ۱۶م خو په یاد ولرئ چې د اوسنۍ نړۍ بدلون او سرعت خوار چابک دی! نن له پرون څخه پوره بدل دی!
څنګه متوجه اوسیدلای شئ؟
که کومه موسیقي او سندره مو په بګراونډ کې چالن وي، نو ګول یې کړه!
په خپلې خوب خونې کې مې یو یادښت لګولی چې پرې "دلته باید ذهن ارام وساتل شي!"
دلته نو هر څه هیره وم او یوازې، یوازې ټول پام مې د ځان ارامښت ته وي!
شاوخوا چاپیریال دې منظم ساته! جرابې، موبایل، بټوه او دې ته ورته نور شیان دې پخپل، خپل ځای کې ږده څو دې تل په ذهن کې وي چې در څخه پاتې نشي!
څو کارونه یو ځای مه ترسره کوه! په یو وخت کې په ټیلیفون او کمپیوټر کار مه کوه!
موبایل خاموش ساته! غوره به وي چې د موبایل غږ دې تل خاموش وي! که زنګ یې چالن وي، نو یو ډول پریشاني سړي ته پیدا کوي او هسې به دې غوږونه بریږي!
انټرنیټ کاروه خو د مشخصو مضامینو او عناوینو لپاره نه دا چې له یوه لینکه و بل ته او له هغه بل ته ټوپونه وهې!
له ځانه د برښنالیکونو ښکاري مه جوړوه! هسې نه چې ټوله ورځ دې بل کار نه وي، یوازې سکرول پورته وړې او لاندې راوړې؛ ریفریش باندې تل کلیک کوې چې کوم نوی ایمیل راوغورځيږي!
ګڼل ډیر مه کوئ! ځینې به مو لیدلي وي چې په لمانځ کې هم حسابونه کوي! تل به ګوتې شمیري؛ له موبایله به یې سم د حساب ماشین جوړ کړی وي...