
لیکوال : عطا محمد میاخېل
د جمعې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د وري ( حمل) اته ویشتمه، چې د 2015 زېږدیز کال د اپرېل له اولسمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال) دولسمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د مومبیي انډینز او چینای سوپر کېنګز لوبډلو ترمنځ د هندوستان د مومبیي په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د مومبیي انډینز لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټا ) وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
د مومبیي انډینز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو 183 منډې جوړې کړې، چې مقابلې لوبډلې ته یې د 184 منډو هدف ورکړ.
د چینای سوپر کېنګز کرکېټ لوبډلې د 16.4 اورونو په لوبولو او د خپلو 4 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ سره تر لاسه، چې د مومبیي انډینز لوبډلې ته یې د 6 وېکټو او 20 توپونو په توپیر ستره ماتې ورکړه .
د چینای سوپر کېنګز لوبډلې له لوري دواني سمېت ډېره ښکلې او برید کوونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 30 توپونو 62 منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 8 څلوریزې او 4 شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د مومبیي انډینز او چینای سوپر کېنګز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د مومبیي انډینز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ لیندل سیمونز په 13 توپونو 5 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ پارتیو پټېل په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
3 ـــ کوري اندرسن په 7 توپونو 4 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
4 ـــ روهیت شرما په 31 توپونو 50 منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ هربجن سېنګ په 21 توپونو 24 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
6 ـــ کیرون پولارډ په 30 توپونو 64 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، 5 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
7 ـــ امبټي رایډو په 16 توپونو 29 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
د مومبیي انډینز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ پوان سویال 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 28 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ لسېت ملینګا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 40 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړ یې وسوځاوه .
3 ـــ ججا دیشا سچېت 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 33 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ هربجن سېنګ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 44 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ وېنې کمار 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 18 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ کیرون پولارډ 1.4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 26 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
د چینای سوپر کېنګز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ دواني سمېت په 30 توپونو 62 منډې جوړې کړې، 8 څلوریزې، 4 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ برېنډان میکالم په 20 توپونو 46 منډې جوړې کړې، 6 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ سورېش رینا په 29 توپونو 43 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې او 2 شپږیزې یې ترسره کړې .
4 ــــ فاف ډوپلیسېز په 13 توپونو 11 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
5 ـــ ایم ایس ډوني په 6 توپونو 3 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ دوانې براو په 5 توپونو 13 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
د چینای سوپر کېنګز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ اشیش نېهرا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ اشور پانډې 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ موهیت شرما 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 43 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ رویندرا جدېجا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 49 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ اشوین یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 13 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ دوانې براو 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 30 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .