راجستان رایلز سنرایزرز حیدر آباد ته ماتې ورکړه / د آی پي ال یولسمه سیالۍ

 
لیکوال : عطا محمد میاخېل
   پنجشنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د وري (حمل) اوه ویشتمه، چې د 2015 زېږدیز کال د اپرېل له شپاړسمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ (آی پي ال) یولسمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د راجستان رایلز او سنرایزرز حیدر آباد لوبډلو ترمنځ د هندوستان ویساخپتنام نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
  د لوبې پچه د سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې، لوبډل مشر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  د سنرایزرز حیدر آباد کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 5 لوبغاړو په سوځېدو 127 منډې جوړې کړې، چې مقابلې لوبډلې ته یې د 128 منډو هدف ورکړ.
  د راجستان رایلز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 4 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ سره تر لاسه، چې د سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې ته یې د 6 وېکټو په توپیر ستره ماتې ورکړه .
  د راجستان رایلز کرکېټ لوبډلې له لوري اجینکا ریحاني ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 56 توپونو 62 منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 9 څلوریزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د سنرایزرز حیدر آباد او راجستان رایلز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د سنرایزرز حیدر آباد د توپ وهنې برخه :
1 ـــ ډېوېډ وارنر په 14 توپونو 21 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او په منډه کې وسوځېده .
2 ـــ شیکر دوان په 12 توپونو 10 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ لوکېش راهول په 5 توپونو 2 منډې جوړې کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو .
4 ـــ نامن اوجا په 32 توپونو 25 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
5 ـــ این مورګن په 30 توپونو 27 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
6 ـــ روي بوپارا په 19 توپونو 23 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
7 ـــ اشېش رېډي په 9 توپونو 13 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
د سنرایزرز حیدر آباد د توپ اچونې برخه :
1 ـــ بونېشور کمار 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ ټرېنټ بولټ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 31 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ پراوین کمار4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 30 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ کرن شرما 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 19 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ روي بوپارا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 18 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
6 ـــ اشېش ریډي یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 5 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د راجستان رایلز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ اجینکا ریحاني په 56 توپونو 62 منډې جوړې کړې، 9 څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
2 ـــ سنجو سمسون په 30 توپونو 26 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ سټیفن سمېت په 10 توپونو 13 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ کارون نیر په 5 توپونو یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ سټوارټ بیني په 14 توپونو 16 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
6 ـــ جېمز فولکنر په 5 توپونو 6 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
د راجستان رایلز د توپ اچونې برخه :  
1 ـــ ټایم صوتي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 30 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ چرېس مورېس 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ ډیپک هوډا 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 11 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ داول کولکارني 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 9 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړی یې وسوځول.
5 ـــ جېمز فولکنر 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه،20 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ سټوارټ بیني 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 12 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
7 ـــ پراوین ټمبي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 21 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .