
یوه ورځ یو سړی په لاره روان و، چې يوناڅاپه یې پر یوه کڅوړه باندې سترګې ولګیدې چې کتل یې نو په مینځ کې یې د سرو زرو یو څوټوټې او نور قیمتي شیان هم وو.د کڅوړي پر یو مخ کې یوه دعا هم لیکل شوي وه. کڅوړه یې را اوچته کړه او روان شو، له لږ مزل وروسته يې په یو سړي سترګي ولګیدي چې ویل یې په دغه لار مي مال ورک کړی که چا پیدا کړی وي که رایې کړی ډیر به خوښ شم. د مال پیداکوونکئ هغه مال په پوره امانت داري سره هغه ته بیرته ورکړاو روان شو.
یوچا د مال له موندونکي څخه وپوښتل، چې تا دا دومره زیات مال څنګه بيرته ورکړ؟ هغه په ځواب کې وویل، د مال څښتن په دې عقیده و، چې دا دعا به زما مال د الله په حفظ او امان کې ساتي. نو زه د هغه دمال غل وم نه د دین. که چیرته ما هغه مال بیرته هغه ته نه وای ورکړی نو دمال د څښتن عقیده او باور د هغي دعا پر وړاندي خرابیده نو هغه وخت به زه د هغه د باورونو غل هم وم نو ما و نه غوښتل چي زه دې یو دومره ظالم کس و اوسم.