د مور مينه !

  ليکواله: ع ـ سليم مور د الله تعالی له لورې يو پراخ  او لوي نعمت دی چې  چا ته يې ور په برخه کړې وي، د مور  ژوند کې د اولاد ژوند نغښتې وي او د هغې په خوشحالۍ کې د اولاد خوشحالي نغښتې وي، د مور په قدر او ارزښت هله يو کس پوهيږي چې پخپله مور شي، الله ورته په خپل پراخ فضل او رحمت سره د مورتوب غرور ورپه برخه کړي نو له هغې وروسته د مور شفقت، خواخوږي، مينه، زړه سواندی، لطف او لورينې درک کيدلی شي. مور په لوڼو ښه ښکارې، د مور څنګ ته ناستې لورګانې د سرسبزې ونې ترڅنګ د شنو او ښکلو ګلونو په معنی دي، د مورکۍ لاس د هغې په لورګانو سپک وي، د مور ژوند د هغې په لورګانو اباد وي خو کله چې دغه لورګانې د خپل مور له خواږه څنګه جلا شي او د خپلو کورونو څښتنانې شي نو هله بيا انسان ته د خپلې مهربانې او زړه خوږې مور د قدر او مقام ځای معلوميږي، بيا ارمان کوي چې ای کاش !! د مور تر څنګ وای او د هغې قدر او درناوې مې په خلاصه سينه کړی وای، ای کاش!! د مور د خدمت افتخار راته الله هميش راپه برخه کړی وای، سړي څومره بختور دي! څومره بختور او خوش قسمته ! دومره خوش قسمته چې د مور تر مړينې پورې د هغې ترڅنګ ژوند کوي او د اخرت پيټې د هغې په قدر، احترام او مرستې سره سپکوي. لورګانې څومره بد قسمته دي! دومره بد قسمته چې کله د مور د قدر او درناوي په اهميت پوه شي نو وخت يې د لاسه ورکړی وي، د افسوس او ارمان پرته يې بله چاره نه وي او د خپل تېر ژوند هرې شيبې پسې اوښکې تويوي چې ای کاش ! د مورکۍ خدمت مې ورځ او شپه کړی وای، ای کاش ! هغې ته مې هميشه لبيک ويلی وای او د هغې هر درد مې په ځان منلی وای. ماته مور هغه ورځ سترګو ته ودريده کله چې د مورتوب غرور الله راوباښه، د هغې په ياد مې له ډيره درده کرۍ ورځ اوښکې توي کړې، د هغې د لطف او مهربانۍ د غرونو غرونو اندازې درک او احساس مې نن ورځ وکړ، اوس ارمان کوم خو د بې واکه هوسۍ په څير ژوند کوم او هغې سره په څنګ کې د تير شوي ژوند ارمانونه کوم. خپلو مسلمانو خويندو ته وايم: د مور سره په څنګ کې ژوند غنيمت وګڼئ او د هغې زړه د يو نازولي ماشوم په څير وساتئ ، که نه وخت به درباندې راشي چې د ژوند له ټولو نعمتونو به برخمنه يې خو زما به څير به د مور په ياد او هغې سره په څنګ کې د تير شوي ژوند په اړه اوښکې تويوې.    ستاسې خور  ( ع ـ سليم )