ډهلي ډارېډیوېلز کېنګز اکس ون پنجاب ته سخته ماتې ورکړه / د آی پي ال لسمه سیالۍ

 
   د چهار شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د وري (حمل) شپږ ویشتمه، چې د 2015 کال د اپرېل له پنځلسمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ (آی پي آل ) لسمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د ډهلي ډارېډیوېلز او کېنګز اکس ون پنجاب لوبډلو ترمنځ د هندوستان د پونې په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه.
  د لوبې پچه د کېنګز اکس ون پنجاب لوبډلې، لوبډله مشر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  د کېنګز اکس ون پنجاب کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو 165 منډې جوړې کړې، چې مقابلې لوبډلې ته یې د 166 منډو هدف ورکړ .
  د ډهلي ډارېډیوېلز کرکېټ لوبډلې د 19.5 اورونو په لوبولو او د خپلو 5 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ سره تر لاسه او د کېنګز اکس ون پنجاب لوبډلې ته یې د 5 وېکټو او یوه توپ په توپیر سخته ماتې ورکړه .
  د ډهلي ډارېډیوېلز لوبډلې له لوري میانک اګروال ډېره ښکلې او برید کوونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 48 توپونو 68 منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 7 څلوریزې، 2 شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د کېنګز اکس ون پنجاب او ډهلي ډارېډیوېلز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د کېنګز اکس ون پنجاب د توپ وهنې برخه :
1 ـــ مورالي وجی په 18 توپونو 19 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ ویرېندر سیهواګ په 41 توپونو 47 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ وریدیمن ساها په 28 توپونو 39 منډې جوړې کړې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
4 ـــ ډېوېد مېلر په 7 توپونو 5 منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
5 ـــ ګلین مکسویل په 5 توپونو 15 منډې جوړې کړې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ جیورج بیلي په 11 توپونو 19 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ اکسر پټېل په 10 توپونو 13 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
د کېنګز اکس ون پنجاب د توپ اچونې برخه :
1 ـــ سندیپ شرما 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 30 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ انوریت سېنګ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 33 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ میچیل جانسن 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 42 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ ریشي دوان 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ اکسر پټېل 3.5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 28 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ ګلین مکسویل یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 10 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ میانک اګروال په 48 توپونو 68 منډې جوړې کړې، 7 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
2 ـــ شریاس ایر په 5 توپونو 6 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ جین پول ډومیني په 19 توپونو 21 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او په منډه کې وسوځېده .
4 ـــ یوراج سېنګ په 39 توپونو 54 منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ انجیل مټویز په 4 توپونو 6 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
6 ـــ جیانت جداو په 5 توپونو 3 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ نتان کولټر نایل 3 توپ اچونه ترسره کړه، 14 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ ډامنیک متوسواني 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 24 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ انجیلو مټویز 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ امېت مېشرا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 34 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ عمران طاهر 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 43 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
6 ـــ یوراج سېنګ یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 9 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
7 ـــ جین پول ډومیني 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 16 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .