راجستان رایلز مومبیي انډینز ته ستره ماتې ورکړه/ د آی پي ال نهمه سیالۍ

 
  د سه شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د وري (حمل) پنځه ویشتمه، چې د 2015 زېږدیز کال د اپرېل له څوارلسمې نېټې سره برابروه، د هند غوره لیګ (آی پي ال) نهمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د راجستان رایلز او مومبیي انډینز لوبډلو ترمنځ د هندوستان د احمد آباد په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې تر سره شوه .
  د لوبې پچه د مومبیي انډینز لوبډلې ، لوبډله مشر ( کپټان ) وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  د مومبیي انډینز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 5 لوبغاړو په سوځېدو 164 منډې جوړې کړې، چې مقابلې لوبډلې ته یې د 165 منډو هدف وټاکه .
  د راجستان رایلز کرکېټ لوبډلې د 19.1 اورونو په لوبولو او د خپلو 3 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ سره تر لاسه او د مومبیي انډینز لوبډلې ته یې د 7 وېکټو او 11 توپونو په توپیر ستره ماتې ورکړه .
  د راجستان رایلز لوبډلې له لوري سټیفن سمېت ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې توپ وهنې نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموي په 53 توپونو 79 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 8 څلوریزې، یوه شپږیزه شامله وه او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د مومبیي انډینز او راجستان رایلز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی:
د مومبیي انډینز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ ارون فېنچ په 14 توپونو 10 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې، په لوبه کې ټپي او له لوبې څخه بهر شو .
2 ـــ پارتیو پټېل په 11 توپونو 16 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ انموکت چاند په 17 توپونو 12 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
4 ـــ روهیت شرما په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
5 ـــ کوري اندرسن په 38 توپونو 50 منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
6 ـــ کیرون پولارډ په 34 توپونو 70 منډې جوړې کړې، 7 څلوریزې، 5 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
7 ـــ شریاس ګوپال په یوه توپ یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه .
د مومبیي انډینز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ وینې کمار 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 13 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړي یې وسوځاوه .
2 ـــ پوان سویال 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 45 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ لسېت ملینګا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 41 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ ججادیشا سچېت 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 31 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ کوري اندرسن 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 12 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ شریاس ګوپال 2.1 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
د راجستان رایلز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ اجینکا ریحاني په 39 توپونو 46 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ سنجو سمسون په 16 توپونو 17 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ سټیفن سمېت په 53 توپونو 79 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 8 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
4 ـــ جېمز فولکنر په 6 توپونو 6 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
د راجستان رایلز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ ټایم صوتي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 46 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ چرېس موریس 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 34 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ داول کولکارني 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 15 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ سټوارټ بیني 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 8 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ ډیپک هوډا یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 3 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ جېمز فولکنر 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 29 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
7 ـــ پراوین ټمبي 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .