د تګلارې ټاکل/ دويمه برخه

 
ليکوال: عبدالجلیل بينش
ژباړه: حبیب وقار
 
طبيعي سرچينې د ورځني ژوند د اقتصادي فعاليتونو بنسټ دی. د اقليم له بدلون او نړيوالې بېوزلۍ سره د مقابلې تر څنګ، له سرچينو څخه په پرلپسې توګه ګټه اخيستل او په ټوله نړۍ کې يې عادلانه وېش د ۲۱ مې پېړۍ لويې ننګونې شمېرل کېږي. ډېری طبيعي سرچينې په نويو څرګند شويو اقتصادونو او هغو هېوادونو کې چې د پراختيا په حال کې دي رامنځ ته شوې چې نه يوازې له بېوزلۍ بلکې له عمده دموکراتيکو کمزوريو هم ځورېږي. ددغو هېوادونو د ډېرو خلکو لپاره، دا د پانګونې سرچينې د برکت او رحمت پر ځای په لعنت بدلې شوې دي.
د نورو سرچينو حاکميت يوه حاشيوي مسئله نه ده. دا موضوع صنعتي او د پراختيا په حال کې هېوادونو د ملي او نړيوالو سياستونو د کار په سر کې راځي. د صنعت د توليد لپاره د لومړيو موادو امنيت لومړۍ درجه لومړيتوب دی. په دې اړه په اوس وخت کې، د پخوا په څېر د فسيلي موادو سوځېدل لکه نفت، ګاز، د ډبرو سکاره او دوديزې کليدي سرچينې لکه لرګي، سره زر، مس، ډبرې، اوسپنه او بوکسيت دي.
سياسي پاملرنه هم په چټکه توګه نويو او حساسو سرچينو ته لکه ليتيوم، خاورين کم پيدا عناصر او کولتان (څو کم پيدا عناصر لکه نيبوبيوم او تانتالیم) دي، چې په ځانګړې توګه د ډېرو مډرنو فنونو لپاره لکه، اړيکې، انرژۍ، لېږد رالېږد او نظامي چارو کې د بدلون په حال کې دي.
د نويو سرچينو په ځلېدلو سره د راڅرګندېدو په حال کې اقتصادونه او هغه هېوادونه چې د پرمختيا په حال کې دي تر اغېزې لاندې راوستي دي. د صنعتي هېوادونو او نوو راپورته شوو اقتصادونو له ډلې يې ځينې د پراخه تشکيل په جوړولو سره له نورو سره سيالي کوي. ځينې نوي راپورته شوي اقتصادونه مهمې ستراتيژيکې سرچينې او ذخيرې لري. لکه، چين چې لږ خاورين عناصر لري. خو په عين حال کې دا هېوادونه د نفتو په څېر د نورو سرچينو وارداتو ته اړتيا لري. د طبيعي سرچينو پانګه کېدای شي، د انساني پراختيا لپاره د فرصتونو لامل وي، يا دا چې کېدای شي د استثمار، فساد، د دولت د ماتې، د ژوندانه د چاپېريال او بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو د شدت لامل شي. سرچينې نه لرونکي هېوادونه ددې له امله چې سرچينې لوړه بيه لري له ستونزو سره مخ دي. (په ځانګړې توګه د انرژۍ او کرنې په برخه کې) او ډېر د حاشيې خواته شړل کېږي.
د قدرت او سرچينو اداره
ترڅو کلونو مخکې پورې، د سرچينو د څار او کنټرول موضوع يوازې کارپوهانو ته په نظر کې نيول کېده، چې کله کله به يې خپله لاره په سياسي خپرونو کې پرانيستله او يا به د نړيوالې پاملرنې د جلب لامل کېده، د بېلګې په توګه (کله چې په ۲۰۰۷ کال کې د آلمان د رياست په موده کې د G8 لپاره پېښه شوه) خو په دې څو وروستيو کلونو کې په څرګنده توګه ددغه بهير پرخلاف کار شوی دی.
سياسي قدرت د سرچينو د سياست په جوړېدو او د وېشنې اړخونو ته يې د لومړيتوب ورکولو په برخه کې عمده رول لري. د سرچينو د کنټرول دعوه کول او په خپل واک کې راوستل، په ډېرو سيمو او هېوادونو کې د شخړو سياسي قدرت او اجتماعي بدلونونو او جنجال لامل شوي. په داسې شرايطو کې چې د اجتماعي ودې په لور فشار منځ ته راغلي خو د سرچينو په سر له سيالۍ سره مخ يو. ددې خدای ورکړو نعمتونو د ښه وېش او پرلپسې سمې ګټې اخيستنې د پوښتنې لپاره د ځواب پيداکول يوه بېړنۍ، حياتي او ډېرېدونکې.
په اوس وخت کې ولې د سرچينو کنټرول د سياسي کار په دستور کې دی؟
اوس په ټوله نړۍ کې د فسيلي او کاني سرچينو غوښتنه په شدت سره د ډېرېدو په حال کې ده. لومړی دا چې د څرګندېدو په حال کې اقتصادونه د سرچينو وږي دي او دويم دا چې په صنعتي هېوادونو کې حقيقي ټيټوالی نشته. د ستراتيژيکو سرچينو د غوښتنې لپاره لوی ډېروالی، په مډرنو فنونو، د اړيکو په برخه کې، د لېږد وړ انرژي يو بل کليدي لامل شمېرل کېږي. په اوس وخت کې د لويو اقتصادونو وده چې همدارنګه يې نورو ډېرو اړينو سرچينو ته د پام وړ برخه ورکړي. د اوسني نړيوال شته کار وېش پخواني صنعتي ملتونه له خنډونو سره مخ کړي.
په عينې وخت کې تر ټولو څرګنده ده چې د ارزانه نفتو وخت پای ته رسېدلی. له همدې امله د فسيلي د سيزلو او د انرژۍ د سرچينو (سکاره، ډبرې او اورانيوم) لپاره تقاضا د ډېرېدو او له عرضې څخه هم ډېره ده او يا به په نژدې وخت کې داسې شي. د انرژۍ او نورو سرچينو لپاره د ډېرې نړيوالې تقاضا له امله يې بيه ډېره لوړه شوې ده. دا ددې لامل کېږي چې پانګه اچونه تل له ګواښ سره مخ وي.د راويستنې لپاره ډېره تقاضا او قېمت لوړېدل له اقتصادي پلوه ګټه کوي. د سرچينو د پايلو او ځانګړو سرچينو ته د تقاضا ډېروالی، په يو وخت د اوسنۍ لويې نړۍ له بدلونونو سره توپير لري.
نور بیا...