اصولي دې دپشه يې قوم څخه بخښنه وغواړي

 
پشه يې قوم، دافغانستان دنورو قومونو ترڅنګ هغه لوی باشهامته او  غیرتي قوم دی چې د ننګرهار، کنړ او  لغمان په ډیرو ولسوالیو  او نورو ولایتونوکې میشت دي. د دې پتمن قوم  مشرانو دهېواد په تاریخ او  دجهاد په سختو شپو ورځو کې د ستر هېواد افغانستان  ددښمن په ماتولو او ګونډو کولو کې  زیاتې سرښندنې او قربانۍ ورکړې چې دتاریخ پاڼې پرې زرینې دي،پشه يې قوم  همیش دهېواد دلويشت،لویشت څخه دسر په بدل ساتنه کړې او  اوس هم دملي ځواکونو لیکې دهمدې غیرتې قوم پر ځوانانو ډکې دي.
ددې ترڅنګ پشه يي قوم په خپله پراخه لمن کې دپوهنتون استادان،څېړونکي، پوهاندان، حقوق دانان، پېلوټان، ماستران او نوروترڅنګ دعلمیت سترې هستۍ لري،دهېواد  په ډیری پوهنتونونوکې دهمدې ستر قوم ځوانان په زده کړو بوخت او د زوریدلي  ملت دهېلو دپوره کیدلو لپاره  نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوي.
خو له بده بخته ددې باشهامته او غیور قوم پرضد تېره شپه دخوست وکیل کمال ناصر اصولې لخوا په تود بحث کې شوی سپکاوی د زغم اونه بخښنې وړ دی.ځکه پشه یان دهېواد داسې قوم دی چې د دوی په سیمو او ولسوالیوکې اوس هم چې دګران هېواد ډیری سیمې دسوځنده جګړو په اور کې سوځې ارامې او هیڅ راز د ناامنۍ پېښې پکې نه تر سترګو کیږي ، دا ددې لوی قوم دهېواد پالنې او خپل ولس او نظام سره دمینې ښکاره ثبوت او ددوی دیووالي او غښتل تیا ښه بیلګه کیدلی شي.
ددې غیور قوم دځانګړنو له جملې یوبله ځانګړتیا داده چې دوی دخپل قوم  دمشرانو  خبرو ته ترنورو  زیات اهمیت ورکړی او د قدر په سترګه ورته ګوري او په خپل منځ کې ددوی ترمنځ ټېنګې اړیکې او یووالي دهېواد نورو قومونو او نړۍ ته ددوی غښتلتیا په ګوته کوي.
دا چې دښمن همیش زموږ د یووالي د له منځه وړلو  او تیت پرک کولو هڅې کړي،چې ددې هڅوپه پایله کې يې ان دپارلمان په کچه لوړ پوړي کسان هم تر اغیزې لاندې راوستي دي ، چې ښه بېلګه يې د اصولې دتېرې شپې بې ځایه خبرې او دې پتمن قوم ته سپکاوی کیدلی شي، کله چې زموږ په دې کچه لوړ پوړي چارواکې دخپلو قومونو او خلکو سپکاوی وکړي ،نو بیا له دښمن څه ګیله کیدلی شي،که دښمن زموږ ځوانان ،ماشومان او سپین ږیري په باروتو او مرمیو  وژني، دا ډول له غیرت نا خبر خلک بیا زموږ دقومونو میړانه او شهامت په خپلو بېځایه خبرو وژني.دلته پوښتنه راپیداکیږي چې دخوست وکیلان ولې قومونو او اشخاصو ته سپکاوی کوي؟ وایم  : دوی هرڅه دخپلوناروا ګټو دخوندیتوب او غیر قانوني کړنو ته دلار هوارونې لپاره کوي.
 له هغې ورځې چې ښاغلي نعیمي په خوست کې د والي په صفت دولس خدمت ته اوږه ورکړي او دا دروند مسؤلیت ورته سپارل شوي، ترډیره يې دقانون ماتونکو ،غاصبینو ،زور واکو ،قاچاقبرانو او غلو پر وړاندې جدې مبارزه پيل کړې او ښکرونه يې  ورمات کړي دي.
اصولې اوهمایون چې په خوست کې يې دقوي او همغږې ادارې په شتون کې ناروا ګټې اوکاروبارونه له لاسه ورکړي او  سخت زیانمن شوي، څوڅوځله يې هڅه کړې چې خپلو ناروا ګټو ته دخوندیتوب او لار هوارونې په موخه د والي عبدالجبار نعیمي پر ضد په اصطلاح مدني حرکتونه وکړي، چې وروستی ېې  تش په نوم مدنې حرکت چې په اصل کې وسلوال بغاوت ؤ  ترسره،دخوست ارامه او با امنه فضاء نا امنه او دګڼ شمېر بېګنا هېواد والو  په وینو رنګ کړه،چې  دخوست ولس به ددوی داستره جفا هیڅ کله ښیره نه کړي.
ذکر شوي وکیلان  په خاص ډول اصولي په ډیره سپين سترګۍ دغږیزو ،انځوریزو او ټولییزو رسنیو له لارې پر ولایتي اداره بې بنیاده تورنه لګوي،تېره شپه يې دلمر  ټلویزیون په تود بحث خپرونه کې دولایت پرمقام سر بېره دولایت مقام پر ساتونکو چې اکثر يې پشه يې ځوانان دي  تور ولګاوه چې ګواکې د تېرو پنځوکلونو راپدیخوا يې دخوست میشت ولس سره تعصبانه چلندکړی،قومي مشران اوځوانان يې وهلي ډبولې...  په بېلابېلونومونو سره یاد او دې ستر قوم ته يې سپکاوی وکړ.
زه دیو پشه يې ځوان په صفت لومړی له ولسمشر او دټاکنو دخپلواک کمیسیون څخه غوښتنه کوم، چې ددې خود غرضه اشخاصو څخه په راتلونکي کې  دنوماندۍ حق واخلي او دا چې پشه يې قوم ته يې سپکاوی کړی،دهمدې ټلویزیون (لمر) څخه دې له ټول ولس او پشه یانو  درنه بخښنه وغواړي او پرې دې نښودل شي چې داسې پردې پال او لاسپوڅي دنورو په اشاره دخپلوغیورو قومونو سپکاوی وکړي او زموږ ملي یووالی دي تر پوښتنې لاندې راولي.
ډاکټرجاوید نورستانی