
د دوشنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د وري (حمل) څلیریشتمه، چې د 2015 زېږدیز کال د اپرېل له دیارلسمې نېټې سره برابره وه. د هند غوره لیګ (آی پي ال) اتمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د رایل چلېنجر بنګلور او سنرایزرز حیدر آباد لوبډلو ترمنځ د هندوستان د بنګلور په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د رایل چلېنجر بنګلور لوبډلې، لوبډله مشر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
د رایل چلېنجرز بنګلور کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره 166 منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د 167 منډو هدف ورکړ .
د سنرایزرز حیدر آباد کرکېټ لوبډلې د 17.2 اورونو په لوبولو او د خپلو 2 لوبغاړو په سوځېدو، ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ سره تر لاسه او د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې ته یې د 8 وېکټو او 16 توپونو په توپیر ستره ماتې ورکړه .
د سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې لوري ډېوېډ وارنر ډېره ښکلې او برید کوونکې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 27توپونو 57 منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 6 څلوریزې، 4 شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د رایل چلېنجرز بنګلور او سنرایزرز حیدر آباد د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د رایل چلېنجرز بنګلور د توپ وهنې برخه :
1 ـــ کریس ګېل په 16 توپونو 21 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ ویرات کوهلي په 37 توپونو 41 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
3 ـــ دینېش کارتیک په 11 توپونو 9 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
4 ـــ اې بي ډیوېلرز په 28 توپونو 46 منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ مندیپ سېنګ په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
6 ـــ ډارین سامي په 9 توپونو 6 منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
7 ـــ سین ابوټ په 9 توپونو 14 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
8 ـــ هر شال پټېل په 2 توپونو 2 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
9 ـــ اې ان احمد په 2 توپونو 4 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
10 ـــ وارون ارون په 3 توپونو 6 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
11 ـــ یوزویندرا چاهال په یو توپ یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه .
د رایل چلېنجرز بنګلور د توپ اچونې برخه :
1 ـــ سین ابوټ 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 21 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ هر شال پټېل 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ وارون ارون 3.2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 36 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ اې ان احمد 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 41 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ ډارین سامي 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 18 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6ـــ یوزویندرا چاهال 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 28 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
د سنرایزرز حیدر آباد د توپ وهنې برخه :
1 ـــ ډېوېډ وارنر په 27 توپونو 57 منډې جوړې کړې، 6 څلوریزې، 4 شپږیزې یې ترسره کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو .
2 ـــ شیکر دوان په 42 توپونو 50 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې او 2 شپږیزې یې ترسره کړې .
3 ـــ کېن ویلیامسن په 9 توپونو 5 منډې جوړې کړې او سټمپ اوټ شو .
4 ـــ لوکېش راهول په 28 توپونو 44 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
د سنرایزرز حیدر آباد د توپ اچونې برخه :
1 ـــ ټرېنټ بولټ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 36 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ بونېشور کمار 3.5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 30 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ پراوین کمار 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 34 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ راوي بوپارا 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 31 مندې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ کرن شرما 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ اشېش رېډي یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 11 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .