کلتوري(فرهنګي) ترهګري/ څلورم څپرکی؛ اوومه برخه

 

محمدانور(آڅړ)
کلتوري(فرهنګي) ترهګري:
 
 نیټه: ۳۱/۱/۱۳۹۴،ه،ش
هغه عوامل چې امیرامان الله خان له واک څخه ګوښه شو، اصلاحي ريفورمونه او ... :
انګریزانو په کال(۱۹۲۱،ز) کې له افغانستان څخه غوښتنه وکړه چې د شوروي اتحاد قونسلګري له هیواد څخه وباسي او خپل اړیکي له شوروي سره پرې کړي او په عوض کې یې د انګریزانو نماینده ګۍ په هرات، غزني او نورو سیمو کې ومني کنه نو د افغانستان او نګلستان اړیکي به وشلول شي، په دې بنسټ د همدې کال په اوړي کې یوه افغاني مشورتي غونډه د شاهی  ارګ په شمالي بُرج کې د شاه پر مشرۍ جوړه شوه، نوموړي غونډه د کابینې او دولت له مامورینو څخه چې مدیران او نظامي افسران ترکنډک مشرانو پورې یې ګډون په کې کړی ؤ او د دوی خبرو آترو دوه ورځې وخت ونیوه، په رای ګیرۍ کې تقریباً د غونډې ټولو غړو د انګریزانو یاداښت(غوښتنه) رد کړه او د اړیکو پریکدو لپاره یې تیاری ونیوه که څه هم د افغان او انګریز څلورمه جګړه هم پېل شوي وای ... . (افغانستان در مسیر تاریخ ص ۸۰۶) نو انګریزان د افغانستان د ننه ته متوجه شول او ویې غوښتل چې د اغتشاشاتو په راپیدا کولو سره د افغانستان خپلواک دولت له منځه یوسي، انګریزان په دې باندې پوهیدل چې د افغانستان د خپلواکۍ له منځه وړل د پوځي زور له لاري ناشونی کار دی، دوی غوښتل چې په افغانستان کې داسې یو دولت رامنځ ته کړي چې ظاهراً خپلواک خو په باطن کې د انګریزانو لخوا اداره شي... . (افغانستان در مسیر تاریخ ص ۸۷)
انګریزانو د امیرامان الله خان د پرځولو لپاره هر ډول وسلوالې هلې ځلې وکړې خو ویې نه کړای شول چې د پکتیا د وسلوالو پاڅونونو له لارې یې له منځه یوسي نو د خپلو استخباراتي منځ مهالو او لنډ مهالو پلانونو له جملې څخه یې یو هغه ناوړه پلان چې د اصلاحاتو د ریفورمونو پلي کول وو امیر له واک څخه کوښه کړ، دا داسې کار و چې امان الله اوس له دې کار څخه ځوريده چې وروستۍ نسل به (د ده اصلاحي ريفورمونو) ته کلتوري ټکان(culture shock) ووايي،هغه خپلو خلکو ته په هغه سترګه کتل چې په لندن او پاريس کې يې ليدلي وو. [اور په افغانستان کې ص٤٧٥]
په پاى کې امان الله په دې پوه شوى ؤ چې ډېرۍ دسيسې او توطيې د انګريزانو لخوا په کار اچول شوي دي په دې اړه په کابل کې د انګريزانو سفيرهمفريز وايي: امان الله احساس کوي چې د برتانيې حکومت دې ده پر ضد شوى دى او دليل يې هم ورته معلوم نه دى... . [ اور په افغانستان کې ص ٦٧٦]
خو بیا هم امیر په دې نه ؤ پوه شوی چې د اصلاحي ریفورمونو پلي کولو ته د خپل دښمن انګریز لخوا په غېرې مستقیم ډول هڅول شوی دی.
امیرامان الله خان وروسته د خپلواکۍ اخیستلو څخه آروپا ته په یوه اوږه سفر روان شو، پاچاه په ختیځ کې د غربي استعمار پر وړاندې د یو اتل په توګه پېژندل شوی ؤ نو له دې کبله په آروپا کې د انګریزانو د امپراتورۍ پر وړاندې د یو فاتح په شان استقبال شو.
کله چې امیرامان الله خان په لندن کې ؤ د انګریزانو ځینو جریدو امیر، د افغانستان(لوی پتِر) وبللو انګریزانو غوښتل په دې وسیله د ده طبعیی تعجیل ګړندی کړي، په داسې حال کې چې دننه په افغانستان کې د مخالفت لاسونه د هر ډول ریفورمونو او ټولنیزو اصلاحاتو په مخنیوی کې ښکېل وو، نو کله چې امیر افغانستان ته راستون شو هغه پخوانی سړی نه ؤ دی ډېر ځان غوښتونکی او مغرور شوی، ؤچې له امله یې پر وړاندې خپل خلک راپورته کړل. (افغانستان در مسیر تاریخ ص ۸۱۲)
د دې لپاره چې انګریزان امیر تر خپلې اغېزې لاندې راولي نو په افغانستان کې یې د غربي کلتور پلي کولو ته وهڅولو، انګریزانو په انګلستان کې خپلې هر ډول وژونکي وسلې ورښکاره کړې، په دې اړه ډیلي تلګراف جریدې ولیکل: حکومت غواړي چې د وژونکو او فاجعه اچوونکو وسلو په ورښکاره کولو سره د غرب تمدن شاه تر خپل نفوذ لاندې راولي. (افغانستان در سالهای بیست و سی، قرن بیستم ملادي، ص ۲۳)
له دې امله ډېر څیړونکي وایي چې امان الله خان یو نامتعادل شخص ؤ، چې خپل تصمیمونه او خیالونه یې زر زر بدلول او ځینې وختونه به یې پخپله(پرته له مشورې) څخه تصمیمونه نیول او به په اسانۍ سره د منفي حرکاتو تر اغېز لاندې راتلو ... . (افغانستان در سالهای بیست و سي، قرن بیستم میلادي ص ۸۲)
کله چې پاچاه له آروپا څخه راستون شو د دربار عنعنوي او د پښتونولۍکالیو ځای غربي لباس لکه کالر، نکټایي، فېشن او نورو تجملاتو ونیو، عیاشۍ او ساعتېرۍ په تُندۍ سره پېل شوې او هغه ریښتوني او ګټور ریفورمونه د مضرو او ماشومانه لوبو سره ګډ شول ... .
پاچاه فرمان صادر کړ چې د جمعې ورځې رخصتي دې د پنج شنبې په ورځ شي او په ټولو ادارو کې دې پلي شي په داسې حال کې چې د نړۍ په هېڅ هیواد کې د ریفورم په نوم خپلې مقدسې ورځې چا نه دي بدلې کړي... .
همدا ډول د پاچاه د امر سره سم د کابل په ځانګړو سړکونو باندې لوحې ولګول شوي چې په هغو لوحو باندې یې لیکلي ؤ« هېڅ یوه چادري لرونکي ښځه نه شي کولې چې له دغه ځای څخه تېره شي.» او پولیسو به د پاچاه دا ډول امرونه پلي کول ... . (افغانستان در مسیر تاریخ ص ۸۱۲)
پاچاه امر وکړ چې د کابل ټول خلک دې غربي دریشۍ واغوندي او کُلاګانې دې پر سر کړي، د دغو اوامرو د پلي کولو پخاطر په هرو څو قدمونو کې پولیس ولاړ وو او متخلفین به یې جریمه کول او داسې کومه فابریکه نه وه چې خلکو ته یې غربي کالي ګنډلي وای نو ډېرو دوکاندارانو به د نظامیانو خولۍ په سرکولې، سکان چې خپل ویښتان د مذهبي ګروهو له امله نه کموي اړ وو چې په کش لرونکو پشمي خولیو باندې خپل ویښتان پټ کړي چې د دوی دا شان عمل ښار په یو کاریکاتوراړولې ؤ.
د لاس په واسطه د سلام اچول منع شول او پر ځای یې د فرنګیانو د دود سره سم له سرڅخه خولۍ پورته کول پېل شول.(افغانستان در مسیر تاریخ ص ۸۱۴)
امان الله خان امر کړى ؤ چې په دې باغونو کې دې هېڅ يوه ښځه د چادرى سره د چکر لپاره رانه شي، هغه به ويل: «که څوک خپل مخ پټوي نو د سوريې هیواد د ښځو په شان دې خپل مخونه پټ کړي» چې يواځې د خپلو مخونو کوزه برخه يې پټوله چې دا ډول مخ پټونه هم د امان الله خان نه خوښيدله خو بيا هم له چادرى څخه ښه وه چې د ښځې ټول وجود به په کې پټيده.
يوه ورځ په خپله امان الله خان يوه ښځه په باغ کې وليدله چې چادري يې په سر کړي وه امان الله ورته نژدې شو له سرڅخه يې چادري ترې لرې کړه او ورته ويې ويل(له دې ټګى څخه کار اخلې؟) ښځه سخته وويريدله او دا چې لوڅه ولاړه وه ځان ورته سپک ښکاريده امان الله اورلګيد راواخيست او د لارې په سر يې د هغې ښځې چادرى ته اور ورته کړ ښځه مجبوره وه چې په شرم او حياء خپل کور ته وﻻړه شي.
ډېرې ښځې مخ لوڅې ګرځيدلې ثريا د دربار مجلس دایر کړ چې د ښځو د نوي حق د ټاکلو په باب څه واوري د هغو ميړونو په باب چې خپلو ښځو ته يې کافي خوراک نه ورکولو هغوى يې وهلې او ټکولې او طلاقولې د ښځو پټو پوليسو ته لارښوونه شوي وه چې د کابل د نارينه وو په مينځ کې او په خپله د ښځو په منځ کې هم د ارتجاعي حرکتونو څارنه وکړي، زړو ښځو ته داسې اجازه ورکړل شوي وه چې د خلکو کورونو ته ورننوځي او وګوري چې له ښځو سره ښه سلوک کيږي اوکه نه.[ اور په افغانستان کې ص٥٢٥]
امان الله د لویې جرګې په خپله افتتاحيه وينا کې د ښځو په اړه وویل او له ټولو خبرو څخه د حيرانتيا يوه نوي موضوع دا وه چې په اړه یې داسې وويل: «يوه ډله افغاني نجونې به ترکيې ته د قابلګۍ د زده کړو په خاطر لیږل کیږي.» [اور په افغانستان کې ص٤٩١]
امير امان الله خان د خپلو بيانيو په سلسله کې چې د بهرنيو چارو وزارت په ساحه کې يوه لويه خيمه درول شوي وه او نږدې شپږسوه تنه سره راټول شوي وو تر څو د هغه بيانيه واوري، ملکه ثريا او يو شمير نورې ښځې هم راغلي وې چې ټولو نازک نقابونه په مخونو باندې اچولي وو، د ماښام په لومړنې بيانيه د هغو مراسمو څخه د مخه وه چې د پنځه لسو ځوانو ښځو په وياړ ترتيب شوي وه چې د زده کړې لپاره ترکيې ته روانې وې، امان الله د خپلو بيانيو په سلسله کې وويل... مذهب داسې نه وايي چې ښځې دې خپل لاسونه، پښې او مخونه پټ کړي او يا د کوم بل مخصوص ډول حجاب استعمال کړي، وروسته له دې خبرو څخه ثريا د حاضرينو له مينځ څخه جګه شوه او خپل هغه نازک نقاب يې وشکاوه چې په خپل مخ يې اچولى ؤ حاضرينو چک چکې ووهلې، نورې ښځې چې هلته حاضرې وې هم جګې شوې او خپل نقابونه يې وشکول، نارينو د هغوى مخونه وليدل، دا د (١٩٢٨،ز، د اکتوبر۲) نیټه د افغانستان په تاريخ کې يوه مهمه پيښه وه چې مخ لوڅي ښځې د لومړي ځل لپاره په ټولنه کې ومنلى شوې امان الله خان وويل: اوس بايد ښځې زړې څادرۍ ګانې لرې کړي او مخ لوڅي دې لاړي شي...[ اور په افغانستان کې ص٥١٥]
نورې برخې وار په وار خپریږي.