
د یکشنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د وري (حمل) درویشتمه، چې د 2015 زېږدیز کال د اپرېل له دولسمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال) اومه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د کېنګز اکس ون پنجاب او مومبیي انډینز لوبډلو ترمنځ د هندوستان په مومبیي نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د کېنګز اکس ون پنجاب لوبډلې، لوبډله مشر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
د کېنګز اکس ون پنجاب کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 5 لوبغاړو په سوځېدو سره 177 منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د 178 منډو هدف ورکړ.
د مومبیي انډینز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو 159 منډې جوړې کړې، چې د ټاکلي هدف په تر لاسه کولو کې پاتې راغله، چې د 5 وېکټو او 18 منډو په توپیر یې ستره ماتې وخوړه .
د کېنګز اکس ون پنجاب لوبډلې له لوري جیورج بیلی ډېره ښکلې او برید کوونکې توپ وهنه نندارې ته وړاندې وکړه، چې نوموړي په 32 توپونو 61 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 4 څلوریزې، 3 شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د کېنګز اکس ون پنجاب او مومبیي انډینز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د کېنګز اکس ون پنجاب د توپ وهنې برخه :
1 ـــ مورلي ویجی په 29 توپونو 35 منډې جوړې کړې، 6 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ ویرندر سهواګ په 19 توپونو 36 منډې جوړې کړې، 6 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ ګلین مکسویل په 4 توپونو 6 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
4 ـــ ډېوېد مېلر په 23 توپونو 24 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ جیورج بېلي په 32 توپونو 61 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې او 3 شپږیزې یې ترسره کړې.
6 ـــ رایشي دوان په 6 توپونو 6 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ میچیل جانسن په 7 توپونو 3 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
د کېنګز اکس ون پنجاب د توپ اچونې برخه :
1 ـــ سندیپ شرما 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 12 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ انوریت سېنګ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 41 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ میچیل جانسن 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ اکسر پټېل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 30 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ رایشي دوان 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 50 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د مومبیي انډینز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ روهیت شرما په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
2 ـــ ارون فېنچ په 14 توپونو 8 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
3 ـــ اډېتیا تاري په 10 توپونو 7 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ امبتي رایډو په 19 توپونو 13 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ کوري اندرسن په 11 توپونو 5 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او سټمپ اوټ شو .
6 ـــ کایرون پولارډ په 21 توپونو 20 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ ججا دیشا سچېت په 21 توپونو 34 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې او 2 شپږیزې یې ترسره کړې .
8 ـــ هربجن سېنګ په 24 توپونو 64 منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې، 6 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
د مومبیي انډینز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ وینې کمار 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 46 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ پوان سویال 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ لسېت ملینګا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 34 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ هربجن سېنګ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ ججا دیشا سچېت 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 41 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ پولارډ یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 11 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .