
لیک : خالدالرحمن مطمین
دعبیدالله ساحل په ځواب کی
هغه هیوادونه چی دخپلو استخباراتی موخو د لاسته راوړلو لپاره عاموژنه کوی هغه خوله اقتصادی ،اداری ، نظامی ، سیاسی ، مطبوعاتی او...... اړخه ډیرپیاوړی پرمختللی او حساس ملکونه وی نو افغانستان خو په اقتصادی لحاظ د نورو غلام ده . اداری قوت یی هم اووه میاشتی بعد دکابینی نشتوالی ثابته کړ. . نظامیقوت یی په هیواد کی د وروستیو خونړیو پیښوڅخه ښه درک کولایشو . او سیاسیون مو هم د پردیو په چوپړ کی مصروف دی او پردی افکارپه افغانستان پلی کوی . مطبوعات موهم بدبختانه په پردیو پوری تړلی او دپردیو لخوا تمویلیږی او دخپل دروند اولرغونی کلتور په له مینځه وړلو کی یی له غرب سره نه ستړی کیدونکی اونه هیریدونکی هلی ځلی وکړی پردی ترمنالوژی او دغرب لویدلی مخنث کلتور اوتهذیب یی په افغانستان کی عام او رواج وګرځاوه . هر کله چی یو دولت په پورتنیو معیارونو باندی بنا وی هیڅکله به هم ترقی او هوساینه ونه وینی او کله چی د یو هیواد بنیاد په رشوت ، بی کفایتی ، ځانځانی ، قوم پرستی باندی ایښودل شوی وی نوله داسی دولت څخه د ښو او توقع کول ناپوهی اوجهالت ده حتی تردی چی داسی دولت دځان په ساتلو کی هم له ډیرو خنډونواو مشکلاتو سره مخ وی چی د تخار پیښه یی ښه مثال کیدایشی اوهغه هیوادونه چی دخپلو استخباراتی اهدافو دلاسته راوړلو لپاره عام وژنه کوی ددوی د عاموژنو اهداف یاد داخلی هدف شوی ډلی اویا هم دکوم خارجی هیواد بدنامول اودهغوی نفوذی قوت له مینځه وړل وی او دهغوی په ضد د ملت کرکه او نفرت راپارول وی . افغانستان خو د منطقی په سطحه تر ټولو وروسته پاتی هیواد ده او څه فکر کوی چی د افغانستان استخباراتی اداری له کوم هیواد سره دسیالی په خاطر دننګرهار مظلوم ولس په سرو وینو ولمباوه او دغم ټول شوی ټغر یی یو ځل بیا دننګرهاریانوپه خونو کی آوار کړ دافغانستان استخباراتی اداره چی دومره وړتیا لری نو بیا ولی په پاکستان او ایران کی متقابل عمل چی عام وژنه ده نکوی چی دداسی بدبختیو دحل یوه لاره هم همدا متقابل عمل کول دی ددی مظلوم ولس په وژلو به دافغانستان استخبارات څه لاسته راوړی دا چی نن افغان ولس رابیدار شوی او خپل دښمن که هغه داخلی لاشعوره اونادان دښمن ده او که بهرنی رقیبان ښه پیژنی او درک کړی یی دی او انشاالله هغه ورځ لری نده چی دغه ټپی شوی ښامار درمان ومومی او له خپل دښمن څخه دخوست ، پکتیکا ، ننګرهار ، تخار ،مزار ،او نورو مظلومو شهیدانو پوښتنه وکړی نو له ټولو می غوښتنه داده چی پدی حساسو شرایطو کی چی هره مور په زړه سوری ده ناوی مو کونډه بچی مویتیمان اوخویندی مو بی وروره شوی او دهمدی مظلوم ملت امید اوسترګی هم د همدی دولت په لور دی نو پریږدی دا بیځایه او له حقیقت لری تبصری اولیکنی کوم چی دملت اودولت تر مینځ واټن زیاتوی اودبی باوری فضا رامینځته کوی او ډیر زیاتی به موکړی وی چی د افغانستان د با ایمانه اردو پولیسو او امنیت ددومره قربانیو سره سره چی هره ورځ یی ځما او ستا ددفاع په خاطر ورکوی هیری کړو او لا اضافی د ننګرهار غوندی خونړیو اواسلام ضد کړنو کی تورن کړو !
په آخر کی له ساحل صاحب څخه داسی پوښتنه کوم چی که دننګرهار عام وژنه دافغانستان استخباراتی اداری دخپلو موخو دلاسته راوړلو لپاره کړی وی نو بیا دتخار خونړی پیښه چی له اتیا زیات امنیتی ځواک یی قتل کړ اوله دیرشو نه د زیاتو یی سرونه غوڅ کړل داد کوم ملک داستخباراتو کړنه وه ؟
آیا بهتره به نه وی چی پدی قناعت سره وکړوچی په افغانستان کی دهری بدبختی او وژنی تر شا دبهرنیو استخباراتو مستقیم اویاهم غیر مستقیم لاس ده ؟
نړیوال اسلامی پوهنتون ( اسلام آباد )