
د یکشنبې په ورځ ، چې د روان هجري لمریز کال د وري (حمل) درویشتمه ، چې د 2015 زېږدیز کال د اپرېل له دولسمې نېټې سره برابره وه . د هند غوره لیګ (آی پي ال) شپږمه شل اوریزه سیالۍ د راجستان رایلز او ډهلي ډارېډیوېلز لوبډلو ترمنځ د هندوستان په پلازمېنه نوي ډهلي د فېروز شاه په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د ډهلي ډارېډیوېلز لوبډلې، لوبډله مشر ( کپټان ) وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
د ډهلي ډارېډیوېلز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 3 لوبغاړو په سوځېدو سره 184 منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د 185 منډو هدف ورکړ.
د راجستان رایلز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف ترلاسه او د ډهلي ډارېډیوېلز لوبډلې ته یې د 3 وېکټو له ټوپیر ماتې ورکړه .
د راجستان رایلز لوبډلې له لوري ډیپک هوډا ډېره ښکلې او بریدکوونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 25 توپونو 54 منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 3 څلوریزې، 4 شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د ډهلي ډارېډیوېلز او راجستان رایلز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی:
د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ میانک اګروال په 21 توپونو 37 منډې جوړې کړې، 6 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ شریاس ایر په 30 توپونو 40 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ جین پول ډومیني په 38 توپونو 44 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې .
4 ـــ یوراج سېنګ په 17 توپونو 27 منډې جوړې کړې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ انجیلو مټویز په 14 توپونو 27 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ جېدیف اوناډکټ 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 30 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ ناتن کولټر نایل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 42 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ انجیلو مټویز 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 42 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ امېت مېشرا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 32 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې سوځول .
5 ـــ عمران طاهر 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 28 منډې یې ورکړې او 4 لوبغاړي یې وسوځول .
6 ـــ یوراج سېنګ یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 11 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د راجستان رایلز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ اجینکا ریحاني په 39 توپونو 47 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
2 ـــ سنجو سمسون په 12 توپونو 11 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ سټیفن سمېت په 9 توپونو 10 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ کارون نیر په 12 توپونو 20 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او سټمپ اوټ شو .
5 ـــ سټوارټ بیني په 2 توپونو یوه منډه جوړه کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو .
6 ـــ ډیپک هوډا په 25 توپونو 54 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، 4 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
7 ـــ جېمز فولکنر په 11 توپونو 17 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
8 ـــ چرېس مورېس په 6 توپونو 13 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
9 ـــ ټایم صوتي په 4 توپونو 7 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه.
د راجستان رایلز د توپ اچونې برخه :
1 ــــ ټایم صوتي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 36 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ چرېس مورېس 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 35 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ ډاول کولکارني، یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 18 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ پراوین ټمبي 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 18 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ ډیپک هوډا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ جېمز فولکنر 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 55 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .