
د لطف الله لطف ژباړه
د متحده عربي اماراتو ځوانان د نړۍ له ډېرو با امتیازه خلکو څخه دي. لهزېږېدو تر مړینې په ناز او نعمت کې ژوند کوي، ډېرو ښو ښونځیو ته ځي، ډېرښه روغتیايي خدمتونه او لوړ معاشونه ورته میسر دي. خو هغسې چې د بي بيسي خبریال (بل لا) په خپل رپوټ کې وايي، هر یو اماراتي ځوان دا احساس نهکوي چې دوی دې یو با مفهومه ژوند ولري. ۲۶کلنه سعود الحوساني، یوه ډېرهبا انرژي او فعاله سوداګره ده.
هغه وايي:« موږ د بهرنیو شرکتونو لپاره له الفه تر یا پورې ټول کارونه کوو. زهشپه او ورځ په اوونۍ کې اووه ورځې کار کوم، له هغې راهیسې چې مې پنځهکاله پخوا خپل شرکت پرانیستی، یوازې یوه لنډه رخصتی مې اخیستې.»د نېکسس سوداګرۍ خدمتونو په نامه د هغې شرکت، بهرنیو شرکتونو ته د ماليچارو، په خصوصي او دولتي څانګو کې تماسونو، په متحده عربي اماراتو کې دسوداګرۍ لارو چارو، کلتوري او ټولنیزو دودونو او ادابو په هکله مشورې اولارښونې برابروي.
د سعود الحوساني دا مثال هغه تصور ردوي چې وايي د دې شتمنې سیمې خلک دکارکولو حوصله نه لري.
فعاله ځوان نسل
محمد بهارون، یو دوبی مېشته څېړونکی، وايي ځوان خلک اوس له پخوا نهډېر فعاله دي. ښاغلی بهارون له دې امله د پوهنې روزنې سیستم ستاینه کوي اووايي چې ځوانانو ته د لیکلو مهارتونه ورزده کوي او له زده کونکو څخه ډېر کار
غواړي. هغه وايي له همدې امله اماراتي ځوانان اوس کولای شي پېچلي اوسخت کارونه وکړي.
خو د ځوانانو په کتار کې بیا ځوانې ښځې تر نورو مخکې دي.
له لیسو څخه فارغې شوې ۹۵سلنه ښځې پوهنتونونو ته ځي، په داسې حال کېچې د نارینه و ګډون ۷۵سلنه دی. ښاغلی بهارون چې ځوان فارغان دڅېړونکو په توګه پر کارونو ګوماري وايي:« ښځې په کار کې زیار وباسي او دهلکانو په پرتله د لوړو نومرو سره فارغېږي.»
هغه په خندا وویل:«ځکه چې ښځې د هلکانو په شان ښکار کولو، کب نیولو او
میلو ته نه ځي.»
همدا راز، ښځې د اوونۍ د پای د رخصتۍ په ورځو کې په دښتو کې د موټر
ځغلولو مسابقې نه کوي. د اونۍ په ترڅ کې هم قهوه خانو کې وخت نه تېروي.
معاشونه لوړ دي خو د بېکارۍ کچه هم لوړه ده. له بېکارۍ پرته، د اماراتي
ځوانانو نور ژوند ښه دی.
هغوی پر خپل حکومت باور لري چې د دوی پالنه کوي، او ظاهرا د هغو مستندو
راپورونو او مکررو ادعا ګانو په هکله اندېښمن نه دي چې د بشري حقونو څخه دسرغړونو او د حکومت له خوا د مخالفینو د ځپلو په اړه په لوېدیځو رسنیو کې
خپرېږي.
د اماراتو په مطبوعاتو کې اصلا څوک په دې هکله نه غږېږي.
ښاغلی بهارون وايي:« هغوی دغو رپوټونو او ادعاګانو ته د شک په سترګه
ګوري.»
له مېرمن الحوساني نه مې پوښتنه وکړه چې آیا د کوم څه له امله اندېښمنه ده؟
هغې له یو لنډ ځنډ نه وروسته وویل:« په ژوند کې هېڅ شی په بشپړ ډول سم نهوي خو موږ بېسارې زېرمې او ښه مشران او خوشحاله ژوند لرو.»
د اماراتو زیاتره ځوانان خپلې دودیزې جامې خوښوي
خبریال عباس ال لواتي چې له بهره، له عمان څخه راغلی، وايي اماراتي ځوانانځانونه د یوې شتمنې ټولنې غړي بولي چې آرامه ژوند لري او زیاتره لګښتونهیې د دولت پر غاړه دي.
زیاتره ځوانان په پړسېدلي حکومتي سکتور کې کارونه پیدا کوي، هلته ان د یوه
سکرتر میاشتنۍ معاش ۱۵زره درهمه یا ۴۱۰۰امریکايي ډالره کېږي.
په ۲۰۱۳کال کې حکومتي تنخاګانې له ۳۰سلنې نیولې تر سل سلنې پورې زیاتېشوې.
ښاغلی لواتي وايي:« داسې یو احساس شته چې نه په دولتي او نه په خصوصيسکتور کې څوک له کاره برطرفه کېدای شي. د اماراتو تبعه څوک له کاره نهشي ګوښه کولای.»
اماراتي ځوانانو ته د کارونو پیدا کولو په خاطر حکومت د خصوصي سکتور
شرکتونو ته ونډې ټاکلي، خو سره له دې د ځوانانو د بېکارۍ کچه لوړه ده.
په خپل هېواد کې ورک شوی
د څو لسیزو په ترڅ کې، متحده عربي اماراتو، د خلیج د همکارۍ د شورا د نورو
غړو هېوادو په شان، یو بېسارې شمېر بهرني کارګران په خلیجی هیوادونو
کې د کار لپاره هڅولي او را جلب کړي دي.
زیاتره یې کم معاشه مهاجر دي، خو ډېر مسلکي کسان هم په کې شته چې دا
هېوادونه چې یو وخت په کې کوچې قبایل اوسېدل، په عصري هېوادونو بدل
او ښکلي ستر ښارونه په کې ودان کړي.
له دې امله په داسې یو هېواد کې چې ۹.۳میلیونه نفوس لري، یوازې تقریبا
شپږمه برخه یې د اماراتو اتباع دي.
په دې ټولنه کې چې ډېر ژر بدله شوې ځینې خلک د بېګانګۍ احساس کوي، او
زیاتره ځوانان په کې کارونه نه لري.
حسن حکیمیان، چې د لندن په پوهنتون کې د منځني ختیځ د انسټیټوټ مشر دی
وايي:« اماراتي ځوانان احساس کوي چې په خپل هېواد کې ورک شوي دي.»
د خلیج د همکارۍ غړيو هېوادونو د بېکارۍ کچه په نړۍ کې تر ټولو لوړه ده.
ښاغلی حکیمیان وايي په متحدو عربي اماراتو کې، د ۱۵-۲۴کلنو نارینه کسانو
په پنځو کې یو، او له نیمايي نه زیاتې ځوانې ښځې، کارونه نه لري.
د ځوانو اماراتیانو د بېکارۍ عمومي کچه ۲۸سلنه ده.
خو دا یوازې د هغو کسانو احصایه ده چې کارونو پسې ګرځي. د نورو په هکله
احصايې نه شته.
ښاغلی حکیمیان وايي کارونو ته د ځوانانو د هڅولو او پر مهاجرو کارګرانو
باندې د تکیې کمولو لپاره د حکومت پروګرامونه او تګلارې یوازې ’محدود
ارزښت’ لري.
هغه وايي ځکه چې حکومت په حقیقت کې پر پخوانۍ لاره روان دی.
دې چارې د هېواد پر کرکټر او اصلي اوسېدونکو ژور اغېزکړی دی.
دودونه، جامې، احساس او په حکومتي کړیو او سوداګریزو چارو کې د انګریزۍ
ژبې استعمال، ټول د بهرنیانو راتلو سره تړاو لري.
ملي هویت مخ په کمرنګه کېدو دی خو ځوان نسل غواړي خپل ملي هویت
ژوندی وساتي.
په داسې حال کې چې ځوان اماراتیان د ټولنیزو رسنیو څخه ډېر کار اخلي،
لوېدیځه موسیقي اوري او فلمونه یې ګوري، نارینه او ښځې یې خپل دودیزه جامې
په ځان کولو ته دوام ورکوي.
هغسې چې مېرمن الحوساني وايي:« باید خپل حدود وپېژنو. له دریشۍ نه مې
پیل وکړ خو بېرته خپل عربي پوړني ته لاړم.»
د ملي هویت احساس د پیاوړي کولو او د بې هدفه او مایوسه نازولو ځوانانو د
سمبالولو په خاطر، حکومت بیا د نارینه و لپاره پوځي خدمت اجباري کړ.
هغه کسان چې ثانوي ښوونځی یې پای ته رسولی وي باید ۹میاشتې پوځې خدمت
یا عسکري وکړي او هغه کسان به چې ثانوي زده کړې یې نه وي ترسره کړي
دوه کاله عسکري خدمت کوي.
ښاغلی بهارون وايي:« په دې ډول، خلک اړ کېږي چې کوچني کارونه لکه د
تشنابونو پاکول، د خوراک پخول، د بسترې جوړول زده کړي- دا ټول هغه
کارونه دي چې ښځینه خدمتکارانو به په کورونو کې کول. په دې توګه کېدای
شي په یو لوکس ژوند کې دسپلین رامنځته شي.»
ښايي ځینې کسان به فکر کوي چې اماراتي ځوانان به د دې کارونو مخالفت
وکړي، خو داسې نه ده.
مېرمن الحوساني چې له پوځي خدمته معافه ده وايي:« دا یوه حیرانونکې نظریه
ده، هر څوک دغه کارونه کوي. دا هېواد ته د یو څه بېرته ورکولو یوه لاره
ده.»