
د شنبې په ورځ ، چې د روان هجري لمریز کال د وري (حمل ) دوه ویشتمه ، چې د 2015 زېږدیز کال د اپرېل له یوولسمې نېټې سره برابره وه. د هند غوره لیګ (آی پي ال) پنځمه شل اوریزه سیالۍ د رایل چلېنجر بنګلور او کولکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ د هندوستان د کولکتې په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د کولکته نایټ رایډرز لوبډلې ، لوبډله مشر ( کپټان ) وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
د کولکته نایټ رایډرز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو لوبولو او د خپلو 6 لوبغاړو په سوځېدو سره 177 منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د 178 منډو هدف ورکړ.
د رایل چلېنجر بنګلور کرکېټ لوبډلې د 19 اورونو په لوبولو او د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ سره تر لاسه او د کولکته نایټ رایډرز لوبډلې ته یې د 3 وېکټو او 6 توپونو په توپیر ماتې ورکړه .
د رایل چلېنجر بنګلور لوبډلې له لوري کریس ګېل ډېره ښکلې ، په زړه پورې او برید کوونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 56 توپونو 96 منډې جوړې کړې، چې 7 څلوریزې، 7 شپږیزې یې ترسره کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د کولکته نایټ رایډرز او رایل چلېنجر بنګلور د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د کولکته نایټ رایډرز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ روبین اوتاپا، په 28 توپونو 35 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ ګواتم ګمبیر په 46 توپونو 58 منډې جوړې کړې، 7 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ منېش پانډې په 15 توپونو 23 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او په منډه کې وسوځېده .
4 ـــ سوریا کمار یادوف په 9 توپونو 11 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ یوسف پټان په 4 توپونو 3 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ اندري روسل په 17 توپونو 41 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 6 څلوریزې او 2 شپږیزې یې ترسره کړې .
7 ـــ شکیب الحسن په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
د کولکټه نایټ رایډرز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ مورني مورکل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 35 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ سونیل نارین 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 26 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ کې سي کریاپا 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 28 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ اندري روسل 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 16 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ یوسف پټان 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه،40 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
6 ـــ پیوش چوالا ، یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 10 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
7 ـــ شکیب الحسن 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 17 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
د رایل چلېنجر بنګلور د توپ وهنې برخه :
1 ـــ کریس ګېل په 56 توپونو 96 منډې جوړې کړې، 7 څلوریزې، 7 شپږیزې یې ترسره کړې او په منډه کې وسوځېده .
2 ـــ ویرات کوهلي په 15 توپونو 13 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ دینېش کارتیک په 8 توپونو 6 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
4 ـــ مندیپ سېنګ په 3 توپونو 6 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
5 ـــ اې بي ډیوېلرز په 13 توپونو 28 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او سټمپ اوټ شو .
6 ـــ ډارین سامي په 9 توپونو 7 منډې جوړې کړې او سټمپ اوټ شو .
7 ـــ سین ابوټ په 4 توپونو یوه منډه جوړه کړه او په منډه کې وسوځېده .
8 ـــ هرشال پټیل په 4 توپونو 9 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه.
9 ـــ اې ان احمد په 2 توپونو 5 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه.
د رایل چلېنجر بنګلور د توپ اچونې برخه :
1 ـــ سین ابوټ 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 36 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ هرشال پټېل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 37 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ ورون ارون 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 38 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ اې ان احمد 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 28 منډې یې ورکړې او یو لویغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ ډارین سامي یو اور توپ اچونه تر سره کړه، 7 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ یوزویندرا چاهل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 28 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .