
ژ: حکمت جلیل
په 1947ز کې دپاکستان درامنځته کېدو له نېټې نیولې د2015 ز داپرایل تر 14 نېټې له خیبر پښتونخوا یا صوبه سرحد هیڅ رسمي پلاوي افغانستان ته سفر نه دی کړی.
په تېر کې دافغانستان دچارواکو له انده دا ډول یو کار د خیبر پښتونخوا په رسمیت پيژندل او دپاکستان دخاورې برخه منل وو، په بله مانا دا چاره د دیورڼد کرښې په رسمیت پيژندل وو.
په تېرو لسیزو کې له پاکستانه افغانستان ته ډېر رسمي پلاوي راغلي دي، خو دا لومړی ځل دی، چې د خیبر پښتونخوا دوالي په مشرۍ یو پلاوې له کابله رسمي لیدنه کوي او دلته یې هم بېساری هرکلی کیږي.
ولې پخوا داسې نه کېدل، چې اوس افغان چارواکي دصوبه سرحد/ خیبرپښتونخوا ایالت له والي په پلازمینه کابل کې هرکلی کوي؟
ددې پوښتنې ځواب دادی، چې موږ د ډیورنډ کرښې درسمیت لور ته روان یو . زموږ ټاکل شوي ولسمشر دا منلې ده، چې صوبه سرحد دپاکستان دخاورې برخه ده، کابل ته د یاد ایالت دوالي سفر کومه ستونزه نه ده.
دنړیوالیتوب په پېر کې دیورنډ یا هره خیالي کرښه نور کومه مانا نه لري.
په افغانستان کې دپښتنو ملتپالو ترمنځ اشرف غني دملي شخص په توګه پيژندل کېده او دټاکنیز کمپاین پر مهال همدې پښتنو داشرف غني انځورونه دغني بابا له لقب سره هر خوا ځړولي او خپاره کړي وو.
خو اوس مالومیږي،چې اشرف غني دیوې سترې موخې لپاره په ارګ کې کینول شوې دی او دپښتون ولسمشر په توګه دېته چمتو دی،چې د دوو ګاونډیو هېوادو تر منځ ډیورنډ کرښې ته دپای ټکی کیږدي او یو ځل بیا دا ثابته کړي، چې ( پښتون هم مړ او هم پړ شو).
پخوا، چې پاکستاني ځواکونو دافغانستان سرحدي سیمې په نښه کولې ، هغه مهال افغان چارواکو خپلو امریکايي بادارانو ته شکایت کاوه ، پاکستانیانو زموږ امریکايي ساتونکو ته دا ځواب ورکاوه، د دواړو هېوادونو تر منځ سرحد مالوم نه دی او کابل هم سرتمبګي کوي او ډیورنډ په رسمیت نه پيژني ، موږ حق لرو، چې دهغو ګواښونو په اړه غبرګون وښایو، چې دافغانستان له خاورې موږ ته متوجه وي ، داسې غبرګون، چې له شرایطو سره برابر وي او دا کار باید سرحدي سرغړونه ونه ګڼل شي.
پرویز خټک کابل ته راځي او دلته یې هرکلی کیږي ، ډیورنډ نوره فرضي کرښه نه ده ، بلکې دسرحد په توګه منل شوې ده، یوازې دغني بابا او نواز شریف ترمنځ مبارک !لاسلیک خبره ده، په دې سیمه کې دامریکا ګټې دا ایجابوي، چې داسې وشي ، له امریکا سره امنیتي تړون هم ددې موخې لپاره وشو، ځکه موږ باید په خپل څنګ پیاوړی ساتونکی ولرو ،چې موږ دلاسوهونکي ګاونډي څخه وساتي .
افغانستان ته دپاکستاني پلاوي راتګ هم پاکستانیانو ته یو سمبولیک پیغام وو او له غني بابا دا خبره تر لاسه کول وو،چې نوره نو د ډیورنډ ستونزه دحل وړ ده ، نورې خبرې لکه اقتصاد او ترانزیټ ددې موخې لپاره برغولي / سرپوښ دی،چې په افغانستان کې دمدني ټولنې ذهنیت بېلارې / منحرف کړي.
کابل ته دمولانا فضل الرحمن د راتګ په اړه مدني ټولنه حساسه ده ، خو هغه موضوعات ،چې دامریکا له ګټو سره اړخ لګوي دوی ورسره کوم کار نه لري.
پاکستان نه غواړي له افغانستان سره د ترانزیت ستونزه هغه ډول حل کړي،چې افغانستان یې غواړي ، دا هم نه غواړي،چې زموږ ترانسپورټي موټرونه دکافرو هندوانو سوداګریز توکي له واګه بندر څخه افغانستان ته ولیږدوي او پاکستاني چارواکي نه غواړي له کفارو سره داړیکو دجوړولو په ګناه کې له موږ سره شریک شي.
تر هغې، چې افغانستان دسیمه ییزو ګټو پر محور بدلیږي او بیا دهمدې لارې پر پاکستان فشار راوړي ، ډېر واټن لري، تر هغې، چې په افغانستان کې دا خونړۍ جګړه روانه وي دا خوب نه رښتیا کیږي، اړینه ده ،چې نږدې اولنډه لار ومومو ، خو دېته ته به مو پام نه وي ،چې په ښکاره دا لنډې لارې به مو دپاڼ پر سر ودروي او کېدای شي راچپه مو کړي.
غني بابا دې زنده باد وي ،چې موږ له نږدې او لنډو لارو موخې ته رسوي،چې ستومانه نه شو او د اوږدې لارې له کړاوه خلاص شو، نوموړی دپردې شاته دمعاملې له لارې ستونزې حلوي.
موږ دکرښې اخوا پښتنو تر منځ دغني بابا همنامې لرو زما موخه غني خان دخان عبدالغفار خان زوی ،چې په لیوني فلسفي مشهور و ، دهغوي غني بابا شاعر او فیلسوف و، خو زموږ غني بابا له لیوني فلسفي یو څه زیات دی ، دا دنړۍ دویم مفکر دی.
دهغوي دغني بابا لپاره دلیوني لقب یو ویاړ ګڼل کېده ، خو زموږ غني بابا چندانی په سر او خود نه دی ، له دې کبله زموږ بابا دهغوي له بابا څخه دهیڅ کمی نه لري ، کېدای شي له هغه زیات وي او کم نه .
غني بابا دجهاد پرمهال له افغانانو سره یو ځای نه شو او هغه مهال، چې څومره یې وس کېده دومره یې دافغان جهاد پر ضد خبرې کولې ، خو دیو افغان په توګه یې پر یو لړ ارزښتونو باور درلوده او دمرګ تر پولې خپلو ارزښتونو ته ژمن پاتې شو، بېلګه یې دا ډول ده .
توره دې راواخله ننګ پښتو او اسلام پورته کړه
له خپلو مستو سترګو دې نامه د غلام پورته کړه
پاڅه ننګياليه! نن دلبر او جانان وګټه
نوم د پښتون وګټه ناموس د افغان وګټه
ټول جهان حيران کړه د خپل ځان په تماشا
ای د احمد ځويه او بچيه د شیرشا!
په شعر کې د(احمد زویه ) څخه موخه خپله غني بابا دی .
زه ددې هېواد دیو استوګن په توګه پردې باور نه یم ،چې زموږ له ګاونډي پاکستان سره دې زموږ ستونزه حل نه شي او د ډیورنډ موضوع دې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د دیوال بڼه ولري.
لږ تر لږه دا حق لرم ،چې له غني بابا وپوښتم په دې معامله کې مو ،چې څه ورکړي دي په بدل کې مو څه تر لاسه کړې دي.
یادونه : پورته ژباړه، دروهي ویبپاڼې دنظر ښکاروندی نه کوي ، لیکوال او ژباړن یې مسوول دي.