چینای سوپر کېنګ سنرایزرز حیدر آباد ته سخته ماتې ورکړه / د آی پي ال څلورمه سیالۍ

 
  د شنبې په ورځ ، چې د روان هجري لمریز کال د وري (حمل) دوه ویشتمه ، چې د 2015 زېږدیز کال د اپرېل له یوولسمې نېټې سره برابره وه . د هند غوره لیګ (آی پي ال) څلورمه سیالۍ د چینای سوپر کېنګ او سنرایزرز حیدر آباد لوبډلو ترمنځ د هندوستان د چینای په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
  د لوبې پچه د چینای لوبډلې ، لوبډله مشر ایم ایس ډوني وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  د چینای سوپر کېنګ کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 4 لوبغاړو په سوځېدو سره 209 منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د 210 منډو هدف ورکړ .
  د سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 6 لوبغاړو په سوځېدو 164 منډې جوړې کړې ، چې د ټاکلي هدف په تر لاسه کولو کې پاتې راغله، چې د 6 وېکټو او 45 منډو په توپیر یې ستره ماتې وخوړه .  
  د چینای سوپر کېنګ لوبډلې له لوري برېنډان میکالم ډېره ښکلې ، په زړه پورې او برید کوونکې توپ وهنې نندارې ته وړاندې کړه ، چې نوموړي په 56 توپونو خپله ناسوځېدلې سلیزه بشپړه کړه، چې 7 څلوریزې او 9 شپږیزې ترسره کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
  د آی پي ال په سیالیو کې د چینای سوپر کېنګ لوبډلې دا دویمه بریا ده، چې ترلاسه یې کړه . تر دې دمه یاده لوبډله څلور پاینټه له ځان سره لري .
د چینای سوپر کېنګ او سنرایزرز حیدر آباد د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د چینای سوپر کېنګ د توپ وهنې برخه :
1 ـــ دوانې سمېت په 26 توپونو 27 منډې جوړې کړې ، 4 څلوریزې ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او په منډه کې وسوځېده .
2 ـــ برېنډان میکالم په 56 توپونو 100 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې،7 څلوریزې او 9 شپږیزې یې ترسره کړې .
3 ـــ سورېش رینا په 12 توپونو 14 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او په منډه کې وسوځېده .
4 ـــ ایم ایس ډوني په 29 توپونو 53 منډې جوړې کړې،4 څلوریزې، 4 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ رویندرا جدېجا په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
د چینای سوپر کېنګ د توپ اچونې برخه :
1 ـــ اشیش نېهرا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 31 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ موهیت شرما 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 36 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ ایشور پانډې 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 26 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ اشوین 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ دوانې بروف 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
6 ـــ رویندرا جدېجا یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 17 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د سنرایزرز حیدر آباد د توپ وهنې برخه :
1 ـــ ډېوېډ وارنر په 42 توپونو 53 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ شیکر دوان په 18 توپونو 26  منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ لوکېش راهول په 8 توپونو 5 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
4 ـــ نمان اوجا په 11 توپونو 15 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ راوي بوپارا په 15 توپونو 22 منډې جوړې کړې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
6 ـــ کېن ویلیامسن په 18 توپونو 26 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
7 ـــ کارن شرما په 6 توپونو 4 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
8 ـــ پروېز رسول په 2 توپونو 2 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
د سنرایزرز حیدر آباد د توپ اچونې برخه :
1 ـــ بونېشور کمار 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 31 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ ټرېنټ بولټ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 34 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ ایشانت شرما 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 46 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ کارن شرما 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 51 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ راوي بوپارا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 29 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ پروېز رسول یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 11 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .