
د میدان وردګو په مرکز مېدانښار کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لورې د سلګونو کسانو په ګډون پسرلنۍ مشاعره ترسره شوه .
پسرلنۍ مشاعرې په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اورنګ مختار د شعر ژبه له ټوپک او هر ځواک څخه پیاوړې وبلله خو په وینا د دې لپاره د ارزښت برابرول د شاعر پورې اړه لري .
ده زیاته کړه،شاعر دی،چې د بیتونو اوریدو لپاره یې لوړ پوړي چارواکي غوږ نیسي او د هغې د بدرګې په موخه چکچکې کوي .
وروسته په دغه مشاعره کې ځوانو او تنکيو شاعرانو لخوا د مينې ، ورورولۍ ، سولې او دپسرلي د طبعي ښکلا او د میدان وردګو د شنوباغونو په اړه مستې ترانې او ښکلي غزلونه ووېل شول چې د ګډونوالولخوا په چکچکو بدرګه کېدل.
د مشاعرې يو تن ګډونوال محب الله ارمل ياده مشاعره ګټوره وبلله او زياته يې کړه چې د دا ډول مشاعرو په لاره اچول په ځوانانو کې د شاعرۍ استعداد پياوړى کوي او وولسونه سولې ته هڅوي.
يو بل شاعر عزيز رحمن خليل زوى ووېل: که دا ډول مشاعرې دوام وکړي نو د ميدان وردګ ولايت به د شعر او شاعرۍ په ډګر کې يو مخکښ ولايت شي،
خليل زوى ووېل د دې ولايت خلک ښه استعداد لري چې د مشاعرو او ادبي غونډو په جوړېدو سره په ځوانانو کې د هغوى پټ استعدادونه راتخڼيږي اوشاعرۍ ته مخه کوي.
دا په داسې حال کې ده،چې تر دې وړاندې په نرخ او چک ولسوالیو کې هم له کلونو وروسته پسرلنۍ مشاعرې جوړې شوې .
ټاکل شوې ډېر ژر د یادو مشاعرو سربیره په میدان وردګو ولایت کې د مڼې ګل کلنۍ دودیزه مشاعره هم د زرګونو کسانو په ګډون ترسره شي.
د یادونې وړده،چې د میدان وردګو ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لورې هره میاشت د مڼې ګل بهیر غونډې ترسره کیږي،چې په کې د ادبي بحثونو سربیره مشاعره هم ترسره کیږي .