غزل

 
تلم راپريوتم مړو په  غيږ کې يووړم
لېونئ وم  چیرته لېونو غيږ کې يووړم
ماشوتوب وو په غرمو د کلي به ژړېدم
زه به پټ ترې جينکو په غيږ کې يووړم
هسې بې هوشه پروت یمه ويده نه يم
دچا غم وسوسو او ارمانو په غېږ کی یووړم
شونډي مي مسکا نه تر ژړا پورې راغلې
خدایزده څنګه دي فکرو په غېږ کی یووړم
زما د تګ لاري نژدې دی کله به درځم
یازه ستا سترکو سپېرو په غېږ کی یووړم
که مې غږ د خولې نه وځي حمیده!
یواځی ستا د غږ څپو په غېږ کی یووړم