
سلامونه او نيکي هيلې و ړاندې کوم ،
غواړم چې ځوان او خوږ ژ بی شا عر در و پيژنم د وطن نه لرې او په و طن مئين د و طن د عشق ليونی ( عبدالقدوس مفکور ) چې د ١٦ او ١٧ کلو نو په شا او خوا عمر لري او د افغا ني احسا سا تو ډک زړه الله ورکړی چې له بيتونو څخه يې هم دا څر ګند دي اولکه چه وا يي :
زه د و طــن د کونډو رنډو ســــره يــو ځــای ژاړم
ته د عشرت ژوند کې اوسيږې افغان نه دې بو لم
په مـــو نږه اوړي راځــي ژمــي راځـي خان صا حبه
ته په نيشو چــړچــو مزو يــې پارلمـــــــان صا حبه
د اولس حــال نه نه خـــبريږې افغــان نــه دې بو لم
ته د عشرت ژوند کې اوسيږې افغان نه دې بو لم
همدا رنګه د مينې او ښکلا نه ډک بيتو نه هم ليکي وايي :
زما د مـو ر په محبت مې قسم
زمــا د پلار په شفقت مې قسم
لحظه لحظه را ته ياديږي اشنا
زمـا په زړه باندي وريږي اشنا
او بل ځای کې وايي :
ټپه مې مېنه غزل مېنه ده دا ستان مې مېنه
له سو زه ډک فر ياد نه ډک هر يو بيان مې مېنه
همدا رنګه د نا کامې مينې څخه سر ټکوي وايي :
مېنــه کــوو اظهار يې عيب ګڼو مونږ
زړونه بايلو اظها ر يې عيب ګڼو مونږ
درد فـــريادونه ژړا ګــا نــې پــــه زړه
پټ تيروو اظهار يې عيب ګـــڼو مونږ
مننه عبدالرحمن (مو مند ) د انګليس نه