راجستان رایلز کېنګز اکس ون پنجاب ته ماتې ورکړه / د آی پي ال درېیمه سیالۍ

 
  د جمعې په ورځ ، چې د روان هجري لمریز کال د وري (حمل ) یو ویشتمه ، چې د 2015 زېږدیز کال د اپرېل له لسمې نېټې سره برابره وه ، د هند غوره لیګ (آی پي ال) درېیمه سیالۍ د راجستان رایلز او کېنګز اکس ون پنجاب لوبډلو تر منځ د هندوستان د پونې په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
  د لوبې پچه راجستان رایلز لوبډلې ، لوبډله مشر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  راجستان رایلز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو 162 منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د 163 منډو هدف ورکړ .
  د کېنګز اکس ون پنجاب لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 8 لوبغاړو په سوځېدو 136 منډې جوړې کړې ، چې د ټاکلي هدف په ترلاسه کولو پاتې راغله او د 26 منډو په توپیر ماتې وخوړه .
  د راجستان رایلز لوبډلې جېمز فولکنر ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ اچونه نندارې وړاندې کړه ، چې نوموړي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 26 منډې یې ورکړې ، 3 لوبغاړي یې وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د راجستان رایلز او کېنګز اکس ون پنجاب د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د راجستان رایلز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ اجینکا ریحاني په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
2 ـــ سنجو سمسون په 6 توپونو 5 منډې جوړې کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو .
3 ـــ سټیفن سمېت په 23 توپونو 33 منډې جوړې کړې ، 5 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ کارون نیر په 11 توپونو 8 منډې جوړې کړې ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
5 ـــ سټوارټ بیني په 16 توپونو 13 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ ډیپک هودا په 15 توپونو 30 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه ، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
7 ـــ جېمز فولکنر په 33 توپونو 46 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې ، 3 شپږیزې یې ترسره او کېچ اوټ شو .
8 ـــ چرېس مورېس په 8 توپونو 6 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
د راجستان رایلز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ ټایم صوتي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 36 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ چرېس مورېس 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 21 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ ډاول کولکارني 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړ، 21 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ جېمز فولکنر 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 26 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ پراوین ټمبي 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 15منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ سټوارټ بیني 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 15 منډې یې ورکړې ، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د کېنګز اکس ون پنجاب د توپ وهنې برخه :
1 ـــ ویرېندر سیهواګ په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
2 ـــ مورلي ویجی په 32 توپونو 37 منډې جوړې کړې ، 4 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او په منډه کې وسوځېده .
3 ـــ وریديمن شاه په 4 توپونو 7 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او په منډه کې وسوځېده .
4 ـــ ګلین مکسویل په 5 توپونو 7 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ اکسر پټېل په 28 توپونو 24 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
6 ـــ ډیوېد مېلر په 21 توپونو 23 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ جیورج بیلي په 18 توپونو 24 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
8 ـــ میچیل جانسن په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
9 ـــ انوریت سېنګ په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
10 ـــ کرنویر سېنګ په 4 توپونو 5 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
د کېنګز اکس ون پنجاب د توپ اچونې برخه :
1 ـــ سندیپ شرما 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 19 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ انوریت سېنګ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ اکسر پټېل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 34 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ کرنویر سېنګ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 43 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ میچیل جانسن 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 34 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .