په هېواد کې دښکرورو راج

 
په کوزه پښتونخوا کې دپښتو ژبې نامتو شاعر ارواښاد اکرام الله ګران څه ښه ويلي دي:
چاوينې ترېنه وڅښې  چا سپرلو نه وينې وڅښې
انسان څومره بدرنګه دی انسان څومره ښايسته دی
خبره می داکوله چې ځينې خلک دخلکو لپاره کار کوي ،ځينې خلک د ځان لپاره اوځينې بيا ددواړو لپاره هم ځان اوهم خلکو ته،خو دوی هم بيا هغه څوک چې دځان لپآره کار کوي نه په چا کار لري اونه پرې څوک کار لري،هغه څوک چې دخلکو لپاره کار کوي دوه موخې لري يوداچې دهغوی د ستونزو دحل کولو په موخه پرته له کومې معاوذې او تمې اوبل ډول يې بيا دخلکو لپاره کار کوي خو ددې لپآره چې سبا چېرې ورڅخه يادونه وشي او يا هم دده په ستاينې باندې محفلونه جوړ شي او ميډياته راووځي چې خلک ووايي فلانی دخلکو لپاره دومره کار کوي چې ډېر محبوبيت يې موندلی دی.
اوهغه خلک چې هم ځانته کار کاوي اوهم خلکوته هغوی بيا بلا پسې دی او وایی چې که دځان لپاره کار کوم نو دخلکو لپاره مې هم کړی دی هغوی می هم شاته ندی پرېښي او هغه متل يې په ځان عملي کړی وي چې اويي (پيشو دخدای لپاره مږک نه نيسی).
خو بده ترټولو داده چې د ځان لپاره دخلکو په وينو او عزت کار کول به ډېره بې پښتو او له شرعي احکاموسره په يوه اسلامي هېوا د کې فکر کوم لويه غداري وي لکه نن چې دافغانستان په دولتي اوحکومتي ډګر کې ځينې کړۍ اوحلقات شته چې هغوی متاسفانه دخپل ولس وينې داوبو او مشروباتو په ډول څښي او له اسکلېټونو څخه يې ځان لپآره دتېرېدو پل جوړوي اوپړه بيا په لوړپوړو اوهغو خلکو اچوي کوم چې يوه اداره ورپورې تړلې وي،دخپلو کړنو او شومو اهدافو ټول ګناهونه او بې اخلاقي هغه ته منسوبوي او عامل يې د ادارې مسؤول بولي.
خو پوښتنه داده چې ولې داسې کېږی،څوک داکار کوي اوڅوک يې ورته دکولو وخت او زمينه برابروي،څوک ورسره مرسته کوي او څوک ورته لاره ښيي داټولې پوښتنې بايد دهېواد له درې ګونو قواوو څخه يوه چې له اجرائيه قوې څخه عبارت دی او په راس کې يې هېوادمشر يا رئيس جمهور وي اوبياداسی يو رئيس جمهور چې ټولکمال وي،او وايي چې هرڅوک بايډ دده له ازموينې وروسته په لوړو پوستونو تقرر واخلي،دوی باید له هغوی څخه ددې هرڅه پوښتنه وکړي چې ولې داسی کارونه کوي چې په پايله کې يې ولسمشر او لوړ مقامات شرمېږي او ياورته ګوتڅنډنه کېږي.
نن زموږ ګران هېواد افغانستان هم له يو ډول دغه شان ننګونو او بې لارې اشخاصو څخه د زړه وينې څښي،چې له دې جملې څخه د کابل،ننګرهار،فراه،میدان وردګ،خوست ،لوګراوځينې نور ولايتونه دی چې ځينې خپل سري او کوڅه ډبې زورواکي پکې راپيداشوي او غواړي چې دخپلو شخصي ګټو لپاره ملي ګټې تر سوال لاندې راولي دملي ګټوپرځای په شخصي ګټو فکر وکړي او دا روښانه کړي چې دی يو پېژندل شوی او دملت له غمه مړ شخص دی ،دهغوی دحقوقو پوښتنه کوی،دهغوی کاري موقعيتونه تعقيبوي په دې خاطر چی خدمت يې ورته کړی وی اوپه دې خاطر چی ځان يې ايمانداره شخص ګڼلی وي.
بلکې په حقيقت کې داهرڅه داسی ندي دوی داهرڅه ددې لپاره کوي چې په اړوند ولايت يا ولسوالۍ کې يې لخوا غصب شوي ځمکې،ښارګوټي،مارکېټونه،ناقانونه وسلو واردول ،د مخدره موادو قاچاق،انساني قاچاق اونور له سوال لاندې راتللو څخه وژغوري،ځکه دوی هېڅکله هم دخلکو لپاره کار نکوي ،دوی دخلکولپاره ځآنونه نه دي نوماند کړي اوهرڅوک نوماند کېدای هم نشي.
اوس داهرڅه په دولت پورې اړه لري چې څنګه يې مخه ونيسی اوڅنګه ددې خلکو وزرونه ور لنډ کړي خو اصلاح کول يې پکار دي په هر ډول چې وي.