حمديه غزل

پــه آواز يــې لاروي ســتوري  روان دي
د ســهار مارغـان په ذکـر درحمــان دي
 
زړونــه زړونــه ګلابــونه دي غـــوړيــږي
ازانــګــــــــې را وريـــدلـــــــې د اذان دي
 
بس په غاړه يې د رب د مينې لاس دی
نه په کار يــــې مرغــلرې نه مــرجان دي
 
په ديدن دښــکلــي هــېڅوک نه مړيږي
دکانــونـــه د آينـــو ورتـــه حـــيـــران دي
 
دغه ونـې چې ثــنا وايي ، په دوی کـې
پــــه لکـــــونـــو رحــيلــونـــه د قــرآن دي
 
ستــا لمــنه ده دمـــور لــه مـــيــنې ډکــه
ما لــيدلـي مــوسيـــدلــي يـتـيمــان دي
 
دکاروان دغــــزل تـوري به ګل ګل شـي
لمــبولــي يـــې د اوښــکو پـه باران دي
 
١٤-جوزا-١٣٨٨-کابل افغانستان