
د پنجشنې په ورځ ، چې د روان هجري لمریز کال د وري (حمل) شلمه ، چې د 2015 زېږدیز کال د اپرېل له نهمې نېټې سره برابره وه ، د هند کرکېټ غوره لیګ (آی پي ال ) دویمه شل اوریزه سیالۍ د چینای سوپر کېنګ او ډهلي ډارېډیوېلز لوبډلو ترمنځ د هندوستان د چینای ښار په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د چینای سوپر کېڼګ لوبډلې ، لوبډله مشر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
د چینای سوپر کېڼګ کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو سره 150 منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د 151 منډو هدف ورکړ.
د ډهلي ډارېډیوېلز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 9 لوبغاړو په سوځېدو 149 منډې جوړې کړې ، چې د ټاکلي هدف په تر لاسه کولو کې پاتې راغله ، چې د 3 وېکټو او یوې منډې په توپیر یې له چینای سوپر کېنګ لوبډلې څخه ماتې وخوړه .
د چینای سوپر کېنګ او ډهلي ډارېډیوېلز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د چینای سوپر کېنګ د توپ وهنې برخه :
1 ـــ دوانې سمېت په 31 توپونو 34 منډې جوړې کړې ، 6 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ برېنډان میکالم په 2 توپونو 4 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ سورېش رینا په 7 توپونو 4 منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
4 ـــ فاف ډوپلیسېز په 24 توپونو 32 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ رویندرا جدېجا په 18 توپونو 17 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او سټمپ اوټ شو .
6 ـــ ایم ایس ډوني په 27 توپونو 30 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه ، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
7 ـــ دوانې براوفو په 3 توپونو یوه منډه جوړه کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو .
8 ـــ اشوین په 8 توپونو 12 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
9 ـــ موهیت شرما په یوه توپ 2 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
د چینای سوپر کېنګ د توپ اچونې برخه :
1 ـــ اشېش نېهرا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 25 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ موهیت شرما 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 33 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ اشور پانډې 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 30 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ اشوین 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 25 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ دوانې براوفو 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 36 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ میانک اګروال په 12 توپونو 15 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ چیدام بارم ګواتم په 5 توپونو 4 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ البي مورکل په 55 توپونو 73 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، 8 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
4 ـــ شریاس ایر په 7 توپونو 7 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوت شو .
5 ـــ کېدار جداو په 20 توپونو 20 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ یوراج سېنګ په 6 توپونو 9 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
7 ـــ جین پول ډومیني په 5 توپونو 5 منډې جوړې کړې او بولډ اوشو .
8 ـــ نتان کولټر نایل په 4 توپونو 5 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
9 ـــ امېت مېشرا په 4 توپونو 4 منډې جوړې کړې او په منډه کې وسوځېده .
10 ـــ عمران طاهر په 2 توپونو 2 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ البي مورکل 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 28 منډې یې ورکړې ، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ نتان کولټر نایل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 30 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ ډومنیک متوسوامي 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 18 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ عمران طاهر 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 27 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ امیت مېشرا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 21 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ جین پول ډومیني 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 15 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .