کولکته نایټ رایډرز مومبیي انډینز ته ماتې ورکړه / د آی پي ال لومړۍ سیالۍ

 
  د چهار شنبې په ورځ ، چې د روان هجري لمریز کال د وري (حمل) نولسمه ، چې د 2015 زېږدیز کال د اپرېل له اتمې نېټې سره برابره وه ، د هند کرکېټ غوره لیګآی پي ال شل اوریزو سیالیو، لومړۍ سیالۍ د کولکته نایټ رایډرز او مومبیي انډینز لوبډلو ترمنځ شل  د هندوستان دکولکتې په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
  د لوبې پچه د مومبیي انډینز لوبډلې ، لوبډله مشر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  د مومبیي انډینز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 3 لوبغاړو په سوځېدو سره 168 منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د 169 منډو هدف ورکړ .
  د کولکته نایټ رایډرز لوبډلې کرکېټ لوبډلې د 18.3 اورونو په لوبولو او د خپلو 3 په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېر آسانۍ سره ترلاسه او مومبیي انډینز لوبډلې ته یې د 7 وېکټو او 9 توپونو په توپیر ماتې ورکړه او د لوبو لومړۍ بریایې خپله کړه .
  د کولکته نایټ رایډرز لوبډلې له لوري ګواتم ګمبیر ډېره ښکلې او برید کوونکې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه ، چې نوموړي په 43 توپونو 57 منډې جوړې کړې ، 7 څلوریزې ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د مومبیي انډینز او کولکته نایټ رایډرز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د مومبیي انډینز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ روهیت شرما په 65 توپونو 98 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، 12 څلوریزې او 4 شپږیزې یې ترسره کړې .
2 ـــ ارون فېنچ په 5 توپونو 5 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ اډیتیا تاري په 7 توپونو 7 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
4 ـــ امبتي رایډو په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
5 ـــ کوري اندرسن په 41 توپونو 55 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، 4 څلوریزې او 3 شپږیزې یې ترسره کړې .
د مومبیي انډینز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ لسېت ملینګا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 27 منډې یې ورکړې ، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ وینې کومار 3.3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 21 منډې یې ورکړې ، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ کوري اندرسن 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 21 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ جاسپرایټ بومرا 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 38 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ پراجیان اوجا 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 23 منډې یې ورکړې ، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ هربجن سېنګ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 38 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
د کولکته نایټ رایډرز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ روبین اوتا پا په 12 توپونو 9 منډې جوړې کړې ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ ګواتم ګمبیر په 43 توپونو 57 منډې جوړې کړې ، 7 څلوریزې ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ منېش پاندې په 24 توپونو 40 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې ، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ کولدیپ یادوف په 20 توپونو 46 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه او 5 شپږیزې یې ترسره کړې .
5 ـــ یوسف پټان په 12 توپونو 14 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
د کولکته نایټ رایډرز د توپ اچونې برخه :  
1 ـــ اومېش یادوف 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 36 منډې یې ورکړې ، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ مورني مورکل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 18 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ شکیب الحسن 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 48 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ سونیل نارین 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 28 منډې یې ورکړې ، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ اندري روسل 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 21 منډې یې ورکړې ، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ پایوش چوالا 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 16 منډې یې ورکړې، کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .