له کلونو وروسته نرخ د پسرلنۍ مشاعرې کوربه شو.

 
۱۳۹۴/۱/۱۹
د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالۍ کې له کلونو ځنډ وروسته د دغه ولسوالۍ د ځوانانو ټولنې لخوا پسرلنۍ مشاعره جوړه شوه،چې په کې نږدې سل تنو ګډون کړی وو.
دغه مشاعره،چې د نرخ ولسوالۍ په مقام کې جوړه شوې وه،په کې د چارواکو سربیره ګڼ شمېر ځوانانو او مخورو برخه اخیستې وه.
د نرخ ولسوال ښاغلي محمد حنیف حنیفي پرانستونکې وینا په ترڅ کې د دغه ولسوالۍ د ځوانانو له لورې د مشاعرې جوړول یو نیک ګام وباله .
ده شاعران د ټولنې مهم کسان یاد کړل او په وینا دوی کولای شي،د شعر په ژبه د اصلاح په موخه انتقاد او ستاینې ترڅنګ د جګړو غندنه،د سولې غوښتنه او نور مهم موضوعات یاد کړي.
همدا راز څو تنو نورو مشرانو هم د خپلو خبرو په ترڅ کې له کلونو وروسته په نرخ ولسوالۍ کې د مشاعرې پر جوړېدو خوښي ښکاره کړه او زیاته کړه،راتلوونکې مشاعره به په یوه کلیوالي سیمه کې جوړه او ترسره شي .
وروسته د لسګونو شاعرانو له لورې د سولې،امن،یوالې،مڼو د ارزښت او نورو بېلابېلو موضوعاتو اړوند خپل لیکلي شعرونه ګډونوالو ته واورول.
د یادې مشاعرې په پای کې د ولسوالۍ مقام له لورې ګڼ شمېر شاعرانو ته برابرې شوې ډالۍ هم ورکړل شوې .
څو ورځې وړاندې په چک ولسوالۍ کې هم له کلونو ځنډ وروسته د لسګونو کسانو په ګډون مشاعره ترسره شوه.
ټاکل شوې،ډېر ژر په سیداباد ولسوالۍ کې هم ورته مشاعره ترسره شي .