
دحامد کرزي په مشرۍ په تېره دوره کې یو شمېر څیرو ته زمینه برابره شوه، چې په ملي او نړیواله کچه وپيژندل شي ، له دې ډلې یو هم اشرف غني و ، د دده په اړه ویل کېدل، چې منظم او قاطع سړی دی ، دخلکو دا ارزونه او انګېرنه هغه مهال پر باور بدله شوه، چې دتېرو جنجالي ټاکنو دکمپاین پر مهال به اشرف غني خلکو ته ویناوې کولې ، په اصطلاح سیند ښوروا او غر غوښه کولو له فورمول څخه یې کار اخیست ، خو خبره هغسې نه وه لکه څرنګه ،چې خلکو ګومان کاوه په تېرو شپږو میاشتو کې، چې څومره ګډوډۍ رامنځته شوې ده ، بېلګه یې دحامدکرزي دواکمنۍ پرمهال ډېره کمه ترسترګو کیږي.
د ددې ګډوډۍ او بې پروګرامۍ لپاره یوازې دوه پېښې ددلیل او لاسوند په توګه دلته راوړم او په پای کې به یې دلامل په اړه هم یو څه وغږیږم .
دروانې میاشتې په پیل کې دلوې جرګې خیمه کې د افغانستان دصنایعو او تولیداتو کلنی نندارتون جوړ شوې و، له نندارتون څخه یوه شپه وړاندې دلوې جرګې دتالار شاوخوا سیمه د ولسمشر دساتونکو لخوا قرنطین شوې وه، هیچا ته اجازه نه وه، چې له دې لارې تېر شي په بله مانا په هغه شپه او د ورځې تر دولسو بجو پورې سیمه په ټپه ولاړه وه پروګرام داسې و ،چې ولسمشر به په تالار کې دصنعتي او تولیدي شرکتونومشرانو ته وینا کوي او دا وینا به دافغانستان له ملي تلویزون هم خپریږي ، ولسمشر، چې کله د لوې جرګې تالار ته راورسید ، نندارتون یې پرانېست ، پرته له دې ، چې هغو خلکو ته ،چې نوموړي ته یې درې ساعته انتظار ویستې سر ورښکاره بېرته مخ په ارګ روان شو.
تېره سې شنبه دافغانستان دفاع وزارت نږدې دیرش تنه خبریالان او کمره مینان د الوتکو له لارې په هملند کې شوراب نظامي اډې ته انتقال کړ ، له رسیدو سره جوخت یې خبریالان پر خونو وویشل ، شېبه لا نه وه تېره شوه ،چې نږدې دولسمشر ساتونکي دلېوانو په څېر پر تالار راننوتل ، ملي اردو په ډېر عذر له خبریالانو وغوښتل، چې دولسمشر ساتونکي وايي : دا ځای باید خوشی شي ځکه دوی خپل ترتیبات نیسي او سبا ته ولسمشر راځي.
هماغه و، چې خبریالان او له کابله تللي ددفاع وزارت مطبوعاتي مامورینو یادې خونې خوشی کړې او قول اردو کې بل ځای ته ولیږدول شول – دلته خبره د خبریالانو او دفاع وزارت دمطبوعاتي مسوولینو دشړلو نه ده – خبره داده، دا نږدې پنځه سوه ساتونکي ،چې له کابله دصافي هوايي شرکت په دوو پراوازونو کې تر هلمند لیږدول کېدل ، ددې مانا داده، چې ولسمشر منلې وه، چې په هلمند کې به د ذو الفقار عملیاتو دپاېته رسیدو په مناسبت جوړه شوې غونډه کې سرتېرو ته وینا کوي ،وروسته ،چې ولسمشر پروګرام بدل شو تر اوسه یې دلیل روښانه نه دی.
له ماښام وروسته په قول اردو کې دننه سیمه دولسمشر ساتونکو په خپل کنترول کې ونیوه ان ،چې دځانګړو ځواکونو په ګډون له ټولو سرتېرو وسلې ټولې او په ځانګړې ځای کې راغونډې شوې ، ګرده شپه په سیمه کې هوايي ګزمې شوې دي، چې سبا ته ولسمشر شورابک نظامي اډې ته تشریف راوړي او خپلو سرتېرو ته وینا کوي.
سهار لمر خاته مهال خبر راغی ، چې ولسمشر نه راځي ، هماغه و ، چې دولسمشر ساتونکو بیرته سیمه خوشی کړه او له کابله بیا صافي هوايي شرکت الوتکه دساتونکو دلیږد لپاره را ورسیده او په دوو پراوازونو کې بیرته کابل ته ولیږدول شول ، دلته زما پوښتنه داده، چې د ولسمشر زړه نه و، چې هلمند ته ولاړ شي بیا یې ولې خپل پنځه سوه ساتونکي د خصوصي هوايي شرکت دالوتکې له لارې لیږدول ، ټوله شپه په سیمه کې اضافي امنیتي تدابیر نیول شوې وو ، هوايي ګزمې وشوې دا بیځایه لګښت ته به څه نوم ورکول کیږي.
په قول اردو کې ټولو دولسمشر دا ډول کړنه غندله او دا یې ویل ،چې ولسمشر دخپلو سرتېرو په منځ کې نه شي راښکاره کېدای سبا ته به یو لیرې ولایت کې دهېوادوالو منځته څنګه ورځي ؟
دلته پوښتنه داده، چې ولسمشر ولې په وروستیو شېبو کې وار له مخه ترتیب شوي پروګرام کې له ونډې اخستو په شا کیږي ، داسې ښکاري، چې دنوموړي په امنیتي ټیم او نږدې کسانو کې داسې یو څوک شته، چې په دستوري بڼه کار کوي او غواړي، چې دولس په منځ کې په لوی لاس دولسمشر حیثیت زیانمن کړي او ولسمشر لکه څرنګه، چې په ارګ کې له ولس څخه تجرید شوې دا ډله او کړۍ غواړي، چې ولسمشر په ولسي کچه هم تجرید کړي.
هیله ده ولسمشر دا ډول خلکو په تشخیص لاس پورې او ځان دارګ له خبیثه حلقې څخه خلاص کړي او کنه هر ځل به له ورته پېښو سره مخامخیږي لکه څرنګه، چې دهلمند په غونډه کې له ګډون څخه په شا شو او دهلمند قومي مشران یې له ځان څخه خپه کړل.