غزل

ته چوپ، غوږ شه،  څوك سندره ترنم كړي
څوك د  زړونو سوداګره ترنم كړي
زه قربان د پښتنو ژڼو له خوى شم
چې راټول شي تر سحره تر نم كړي
خوب كې ګورمه شڼار شي غشي تېر شي
له كابله تر لاهوره ترنم كړي
دا اثر خو د حمزه بابا د شعر دى
چې دې خاورې خړ خيبره ترنم كړي
په زړګي مې نرى درد شي چې كوڅه كې
كوم ماښام هغه سوالګره ترنم كړي
نه پوهېږم چې رېشخند كړي كه يې خوښ دى
د زيارمل هره خبره ترنم كړي
راحت ګل زيارمل---ننګرهار