غزل

غزل
ژوند كې مينه ګرانه ، ياره زما روح دى
نفرتونو نه بېزاره ، زما روح دى
عزرائېل كه هم ښاېسته لكه جانان وي
ورته سم سترګې په لاره زما روح دى
په نغمو كې مې در ونغاړه چې ورك شم
خپه شوى ډېر سېتاره زما روح دى
چې د عشق په لار روان شومه نو پوه شوم
اوس ايله بيله په لاره زما روح دى
ما دا ستا د نوم په تورو شپې رڼې كړې
خو لا اوس هم ناكراره زما روح دى
په لوى لاس مو ها مغول راوستل كور ته
درته ښه پړ (( خټك پلاره )) زما روح دى
اشنا ولې ما زيارمل بې ګونا وژنې
ستا ليدل زما لپاره زما روح دى
راحت ګل زيارمل--ننګرهار