څوارلسمې سپوږمۍ ته!

څوارلسمې سپوږمۍ
څوارلسمې سپوږمۍ څومره  ښـاېسته يې
پلوشو نه جوړه شوې ګلدسته يې
څوارلسمې سپوږمۍ تاته مې سلام دى
ستا سپيڅلي مخ ، ښكلا ته مې سلام دى
 
څوارلسمې سپوږمۍ ستا څومره سخا ده
نيمه شپه كې رڼه كړې دې دنيا ده
عجيبه د سخاوت خو لا هم حد وي
په بدرنګو و ښكلو يو شان دې رڼا ده
بس له ډېرو نه دې زړه وړى سپين مخې
په زړه پورې، زړه راښكونكې دې ښكلا ده
 
څوار لسمې  سپوږمۍ ښې مزې دې وكړې
نازولې سپينې خولې درته پرتې وي
پاڼه پاڼه يې په خپلو وړانګو مينځې
د ګلونو ګلدستې درته پرتې وي
كه ته وغواړې كمى  د ديدن نه وي
هر ځاى هر چېرته ښاېستې درته پرتې وي
 
ستا رڼا كې ارزاني كه د ديدن وي
خو د ځينو يې بيا سخت مزاحمت كړې
د ديدن وعده چې دوى په بلۍ كېږدي
ستا رڼا يې كړي رسوا ، ممانعت كړې
بس خو ښكلې يې خو ډېره كبرجنه
رسوايې لپاره څرنګه همت كړې
ځان له ټولو ښكلو پورته ګڼې ښكلې
څه له سوزې دوه مئين چې محبت كړي
 
خو ستادومره بې  باكۍ سره بيا هم څوك
شته دى داسې چې هر وختې تاته ګوري
دده زړه كې يود مينې لوى جهان دى
دى په ځمكه كې خو پاس فضا ته ګوري
دى مئين دى پر يو چا ، خو پر تا نه دى
ته مغروره نه شې دا (( چې ما ته ګوري ))
دى له تا نه د رېبارې كار اخلي
دى له تانه يوې ښكلې چا ته ګوري
 
څوارلسمې سپوږمۍ دا سړى زيارمل دى
څوارلسمې سپوږمۍ تاته يې سلام دى
ستا په مټ دى يو پېغام مينې ته لېږي
دا زيارمل وايې چې دغه مې پېغام دى :
راحت ګل زيارمل---ننګرهار