د کلیفورنیا پالو الټو پوهنتون

 
غرمه مهال له ريل ګاډي څخه په بوسټن كي ښكته شول ،د ميرمن يي سوليدلې او زوړ كميس په تن وو، او ميړه يي هم شاړې كليوالې جامې اغوستې وي. پرته له مخكينۍ ژمنې په پوره ډاډ د هارورډ پوهنتون دروازي ته ورسيدل، دپوهنتون سكرتر چې دوۍ دسرك سر كوټې له كړكۍ څخه وليدل نو له ځان سره يي وويل چي دغه دوه شډل او كليوال كسان چي آن دكامبرج په سيمه كي د ګرځيدو وړ نه دي، څنګه هارورډ ته رامخه کړی، سكرتر لا له ځان سره بونګيده چي دوۍ د پوهنتون پردروازه ورننوتل، له سكرتر سره دمخامخ كيدو وروسته سمدلاسه كليوالې ښځې وويل:
مونږ غواړو دهارورډ له مشر سره وګورو،
ميړه يي وويل هغه ښايي ډير بوخت وي، 
سكرترې په تريو تندې خبره ورغوڅه كړه : تاسو باید انتظار وکړئ
څو شیبې وروسته سړي وويل: ساعتونه انتظار؟
سكرترې دوۍ له پامه وغورځول، چي ګوندې تنګ او په خپله مخه به رهي شي.خو نه ، هغوۍ ترهغې انتظار وويست، چې سكرتره مجبوره شوه څو د پوهنتون ریس كوټې ته سر ورښكاره كړي.
ښاغليه! دوه تنه نه پوهيږم چې څه غواړي، وايي چي يوځل دريس صيب سره ګورو، دپوهنتون انګړ او دښه راغلاست كوټه يي په خپلوشډلو او كليوالو كاليوو بې نظمه كړې، كه يوه دقيقه وخت وركړې،ښايي ژر له دغه ځايه لاړشي!
ريس ديو سوړ اسويلي له ويستو وروسته په نه زړه د هوكې سر وخوځاوه.
ميړه او ميرمن دواړه د هارورډ پوهنتون د مشر مخې ته كيناستل.
دريس په ټنډه كې ګونجې جوړى وې ، دهغوۍ خواته يي په ډير غرور مخ وراواړوه.
ميرمن: ښاغلې ريس! زمونږ يوځوئ چي كلونه پخوا يي دلته په هارورډ پوهنتون كي زده كړه كوله په يوه ترافيكي حادثه كي مړ شو، نو ما او زما ميړه پريكړه كړې چې دخپل ځوئ په نامه ددغه پوهنتون په انګړكې يو يادګاري څلې جوړ كړو، ځكه چي هغه له دی ځای سره بې كچې مينه لرله.
ريس يوډول له غصې ډك ټكان وخوړ، وى ويل:
مونږ دغه كار ته هيڅكه اجازه نه وركوو، دا چي دهارورډ هرزده كوونكې مړشي، او پرياد يي دلته څلې جوړشي، نو له دغه ځايه به مړيستون(هديره) جوړه شي. 
ميرمن يي خبره ورغوڅه كړه: نه، نه، ښاغليه! 
زمونږ موخه دا نه ده ، بلكه مونږ پريكړه كړې چي دهارورډ پوهنتون لپاره به مونږ بل ځائ يوه ستره ودانۍ وركړو،او په دغه ځاى كي به مونږ دخپل ځوئ پرياد څلې ودروو، ريس ددوئ خواته سترګې ورواړولې، يوه شيبه يي ددوئ زړې، او سوليدلې جامې له نظره تيره كړې، او بيا يي ورته وويل:
تاسو يواځې ددغې ودانۍ ديوالونه اخستلائ شئ؟ تاسو پوهيږۍ چي دلته مونږ اوه نيم مليون ډالر لګولي دي!
ښځه ديوې شيبې لپاره چپ وه، او ريس خوښ بريښيده چې ګوندې اوس به نو ددوۍ له خوا بل ځواب وانه وري، ښځې خپل ميړه ته مخ ورواړوه، ورته يي په ډيره سړه لهجه وويل، كه همدومره لګښت پرپوهنتون راځي نوبيا ولي خپل نه جوړوو، ميړه يي د هوكې سر وخوځاوه، له ريس وار پار خطاشو، ستره ګټه يي له لاسه ووته، خو ښاغلي او اغلې ليلاند سټانفورډ له دغه ځايه رهي اودكالفورنيا پالو الټو ته يي سفر وكړ، او هلته يي دخپل ځوئ په ياد چي نور يي هارورډ په كيسه كې نه وو پوهنتون جوړ كړ .