
د اته کلن هلک مور مړه شوه، پلار یې بل واده وکړ
یوه ورځ یې پلار له هغه څخه پوښتنه وکړه
ستا د اوسنۍ او مخکینۍ مور ترمینځ څه توپیر دی، ځوی یې په ډیر معصومیت سره ځواب ورکړ چې مخکیني مور مې دروغجنه وه او اوسنۍ مور مې ریښتونې...
پلار یې په حیرانوونکي ډول ترې وپوښتل هغه څنګه؟؟؟
ځوی: مخکینۍ مور به مې ویل که له مستیو او شوخیو څخه لاس وانخلې نو هیڅ خواړه به درنه کړم، خو بیا به مې هم مستې کوله، او هغې به زه ټوله ورځ په کلي کې لټولم او خواړه به یې راکول.
مګر اوسنۍ مور...
زه چې کله مستې کوم نو نوې مور وايي، که له مستۍ څخه دې لاس وانخیست نو هیڅ خواړه به درنه کړم...
او اوس له دوه ورځو څخه وږی یم.