
کلونه وشول، خوست قومي مشران،علمای کرام،مدنې ټولنه، ژورنالستان، ځوانان په هیواد مین او زموږ ویاړ امنيتی ځواکونه پدې لټه کې وو چې خوست له بدنامی خلاص او نیک نوم ورته په برخه کړي، همداسې وشول، هر مجلس، جمع جومات، مرکه او جرګه، بحث او بنډار کې خوستي پدې وغږیدل چې خوست د امن کور دی او دلته میشت قومونه سوله غواړي او په سوله کې ژوند يې خوښیږي.
خوستیانو دغه ادعا په عمل کې هم په ثبوت ورسوله ځکه به ټاکنو کې د دوی پراخ ګډون، د ټاکنو په ورځ د جواس خان له لوري د لور د مړينې خبر پټ ساتل کیدل، د ټاکنو په ورځ په ټول خوست کې د يوې پیښې نه رامنځته کیدل، کرکټ د املي اتلانو تود هرکلی او د هیواد اوسنی ولسمشر ته د خوست په ملي لوبغالي کې د زرګونه خوست ميشتو راټولید لې ښه ثبوت او ښکار بیلګه ده.
دا پدې مانا نه چې خوست ته امن په خپله راغلی، پدې لار کې سلګونه کورنې زوريدلي،ښکلي ځوانان پکې شهیدان، يو شمير يې ټپیان، سلګونه ماشومان یتیمان، لسګونه خویندې بې وروه او همدا ډول زیاتې ميندې بورې شوي دي.
ددغه هڅو او قربانیو په پايله کې، افغان دولت، نړیوالې مرستندويه ټولنې او همکارې موسسې دې ته اړ شوې چې خوست له نیږدې وګوري ځان ډاډه کړي، خوست ته راغلل ارزونه يې وکړه او بلااخيره يې دفترونه خلاص کړل او په بیلابیلو برخو کې يې فعالیت پیل کړ.
خوست رښتيا هم چې د هرې خوا دې ته جوړ وو چې د خلکو توجه ځانته جلب کړي، دلته امن وو، سوکالي وه، خلکو په منځ کې مينه وه، وروروالي وه، خو وکیلانو په کربلا بدل او اوس په ټول خوست، هره ولسوالۍ، کلي جومات، بانډه او حجره کې ویر، ماتم، زګیروی، غم او ژړاګانې دي، د چا قومي مشر شهید شوی،د چا تنګی ځوان په خپلو وینو لمبیدلی، چا خپل پلار له لاسه ورکړی، د چا د سمې تر ټول فعال مدني ځوان شهید شوی او د تل له پاره يې ورنه رخصت شوی دی.
دا ټول وکیلانو د څه له پاره وکړل او وکیلانو څه غوښتل!!!؟
خوست وکیلانو غوښتل چې په خوست کې د کندوز شجاعی، د مزار عطا، کندهار عبدالرزق د پکتیکا عزیرالله له ځانونو جوړ او په راتلوونکي کې هر څه د ځان په ګټه وڅرخوي.
دوی د ځوانانو د پاکو احساساتو ناوړه کټه پورته کوله، دوی د والي په لری کولو سره غوښتل، ځانونه مطرح او د راتلوونکي ولسې جرګې له پاره کمپاين وکړي.
وکیلانو غوښتل هغه دولتي ځمکې چې دوی غصب کړي ور پاتې او د نورو د نیولو له پاره لاره هواره کړي.
وکیلانو غوښتل چې په راتلوونکي کې ټول قراردادونه چې په مرکز کابل او يا په خوست کې کیږی دوی ته ورکړل شي او بې لدې چې پوښتنه ترې وشي په ټيټ کفیت يې ترسره کړي.
وکیلانو غوښتل نور که هر څوک په خوست کې سر راپورته کوي د دوی باید ورته غاښ ماتوونکی ځواب ووايي.
خو وکیلانو به هغه ماشومانو ته چې د قلم او کتابچې د مرستې په بهانه يې خوست ملي لوبغالي ته راغوښتي وو او په بدل کې يې ورته د کتابچې پرځای سپین کفن او د قلم پر ځای دې د برتو پڅري په سینو کې ورخښ کړل
وکیلانو تاسو خو بې په کانکور کې بې پايلې ځوانان پدې نوم رابللي وو چې ګواکې تاسو په بیدون د کوم قید شرط د خپلې خوښې پوهنځيو ته بریالی کیږی.
وکیلانو تاسو خو تنکي ځوانان ددې له پاره راغوښتي وو چې د لوبو له پاره به درته اسانتاوې برابریږی.
وکیلانو تاسو خو د خوست د ټولو ولسواليو له قومي مشرانو ددې له پاره شورا جوړه کړي وه چې ولسمشر غني او مرکزي دولت ته به کدرونه ورپیژنی او تاسو په مشوره مرکزي دولت خپل راتلوونکي پلانونه پرمخ وړي.
وکیلانو تاسو خو د شمالي او جنوبی وزیرستان څخه راغلي کډول دې ته راټول کړي وو چې ستاسو د سرپنا غم خوړل کیږی او په ګلان کمپ کې پر مرستو سربیره درته کورنه جوړيږي.
وکیلانو تاسو خو د خوست معیوبین ددې له پاره په خیمو کې کينولې وو چې د خوست ښار د سبزی منډی به سیمه کې به درته د یوې هټې په اندازه ځمکه د ښاروالي له لوري درکول کیږی.
تاسو خو ښوونکي پدې پلمه چې د هر ښوونکي پرسر به يوه یوه نمره ځمکه درکول کیږی راغوښتي او د ځانونو سره مو په څنګ کې درولي وو.
تاسو نه يې خبر چې پدې چل او فریب مو د قومي مشر خان زمان واخيست خوست او صبری مو یتیمان کړل، مرحوم ستر قومي مشر مامور صیب علي جان مو په ګور کې په ژړا کړ، تاسو د ښوونکي ظریف اتل ټوله سرمايه وربرباد کړه، تاسو د ګولالیو ماشومانو هیلې ور ووژلې، تاس د شیرنواز حقمل کورنۍ بې پلار او بې وروره کړه،تاسو تازه غوړیدلی ګلاب حق ویون تر پښتو لاندې کړ، تاسو سلګونه میندې وژاړولې او تاسو لسګونه ماشومان یتیمان او د تل له پاره مو بل ته اختیاج کړل.
خو موږ پوهيږو تاسو سترګې د شيطان په درو تورې او پټې دي، د خپلوناروا غوښتنو په نشه کې ډوب يي، په خوب کې لیدوونکو هوسونو لیوني کړی یاست، خواهیشاتو مو غوږونه در کاڼه کړي دي.
خو پام مو وی خوست داسې خاوره ده چې تل يې ستر ظالمان راچپه کړي، لوی لوی ښاماران يې خيټې ته اچولي دي، د لویو فرعونیانو غورور يې ورمات کړی،د یاغي او باغي نمرودیانو هډوکي يې خاورې کړي، بې لارې ابرها ته يې د سر په کاسه کې اوبه ورکړي، او بې لاری شداد يې ارمان ته له راسیدو وړاندې تر تیغه تیر کړی.
وکیلانو پام مو وي ددې مظلومې خاورې او مظلوم ولس لاس به ستاسو ګریوان ته رسیږی، په ځمکه به راچپه کیږی او دروند غچ به درنه اخيستل کیږی.
شعیب خوستی