پر مرکانتلیزم نیوکې

 
د اقتصادي اندونو څېړنه له دې امله هم مهمه ده چې د همدغه اندونو تکامل موږ تر معاصرو اقتصادي نظریاتو رارسولي یو. د دغه نظریاتو مطالعه له دې امله  زموږ اقتصادي تفکر پراخوي چې هر اقتصادي نظر بېلابېلې ګټې او زیانونه لري او د اقتصاد پوهانو له لورې د تحلیل په ترڅ کې پرې بېلابېلې نیوکې شوې، دغه نیوکې د یو زاړه اقتصادي اند د ځایناستي پیداکولو پیلامه ګڼلای شو. که مرکانتلیزم د ازادې سوداګرۍ د ځینو زیانونو په پام کې نیولو سره د هغه ځایناستی و، نو دغه اقتصادي مکتب هم تر ډېره بریده په خپلو چارو کې بریالی نه و او دا چې د یوې ټولنې اقتصادي روغتیا ته ترې زیان رسېدو د بېلابېلو اقتصاد پوهانو تر نیوکو لاندې راغی.
په ټوله کې دا باور چې ګویا یو هېواد ته د سرو زرو راتلل د هغه هېواد د ملي شتمنۍ د زیاتوالي لامل کیږي نا سم دی، بلکې دغه چاره د کور دننه د توکو د بیو د لوړوالي لامل کیږي. دا د اقتصاد د هغه ټولمنلي قانون پایله ده چې وایي د پیسو د زیاتواليپه صورت کې چې په هغه وخت کې سره زر د پیسو په توګه کارول کېدل قیمتونه لوړیږي. پر سوداګرو یا مرکانتلیستانو لويه نیوکه کوونکی ډېویډ هیوم و، هیوم ویل چې د سوداګرو د نظریې پر بنسټ د مثبت سوداګریز بیلانس لرل او بیا د هغه تلپاتې والی ناشونی کار دی. د ډیویډ هیوم په اند د سوداګرانو دا خبره نا سمه ده چې له وارداتو څخه د صادراتو زیاتوالی یو هېواد ته د سرو زرو د راتللو او د سوداګرۍ د مثبت بیلانس لامل کیږي. دا خبره یوازې د بې روزګارۍ پر وخت سمه راخیژي او د بشپړ روزګار یا استخدام په وخت کې دغه چاره د تولید د لګښتونو د لوړوالي لامل کیږي. هیوم وایي چې دا کار ناشونی دی چې سره زر دې په دوامداره توګه یوه مسیر او یا هېواد ته حرکت وکړي. د هیوم په خبره کله چې یو هېواد د سوداګرۍ د مثبت بیلانس لرونکی وي نو طبعاً نوموړي هیواد ته د سرو زرو د ورتګ لړۍ پیلیږي چې دا چاره په نوموړي هېواد کې د پیسو د مقداري قانون له مخې د بیو او د تولید د لګښتونو د زیاتوالي لامل کیږي. د تولید د لګښتونو زیاتوالي په خپل وار سره د کور دننه تولید شوو توکو د بیو د لوړوالي لامل کیږي. دا چې وګړو ته کورني تولید شوي توکي په لوړه بیه پریوزي ځکه خو بهرنیو ارزانه توکو ته د هغوی تقاضا ډېريږي او دا چاره د وارداتو د زیاتوالي لامل کیږي. همدارنګه له دې کبله چې د تولید د لګښتونو د زیاتوالي له امله د کورنیو تولیداتو بیه لوړه وي نور هېوادونه نه غواړي چې له نوموړي هېواد څخه توکي وارد کړي او په دې سره د یو هېواد سوداګریز بیلانس بېرته د برابرۍ یا توازن حالت ته راګرځي. د دغه چارې سرچپه؛ کله چې د یو هېواد صادرات له وارداتو څخه کم وي یا د سوداګرۍ بېلانس یې منفي وي نو د سوداګریز انډول د همدغه کمښت له امله طبيعي ده چې له هېواد څخه د سرو زرو او یا هم پیسو لویه اندازه نورو هېوادونو ته ورځي. له هېواد څخه د سرو زرو دغه تګ د پیسو د کموالي لامل کیږي او بیا هم د پیسو د مقداري نظریې له مخې د پیسو کمښت د بیو او د تولید د لګښتونو د ټیټوالي لامل کیږي او د بیو کموالى په خپل وار سره د صادراتو د زیاتوالي او وارداتو د کموالي لامل کیږي چې په ترڅ کې یې د سوداګرۍ بیلانس بېرته متوازنه بڼه غوره کوي. پایله دا شوه چې سره زر تر پایه یو هېواد ته په حرکت کې نه وي بلکې داسې وخت هم راتلای شي چې یو هېواد ته د همدغه سرو زرو د ورود له امله ترې بېرته تېښته او فرار کوي.
د مرکانتلیزم بله ستونزه دا وه چې د نوموړي اقتصادي مکتب د باورونو پر بنسټ هر هېواد هڅه کوله چې د سوداګرۍ مثبت بیلانس ولري او د سرو زرو د لاس ته راوړلو د هوس په ترڅ کې به یې خبره آن تر شخړو او جنګونو رسېدله. دا چې سوداګرانو په بهرنۍ سوداګرۍ باور درلود او دا چاره یې د ډېرو قیمتي فلزاتو او سرو زرو د لاس ته راوړلو وسیله ګڼله ځکه خو د ډيویډ هیوم د نظریې په مینځ ته راتګ سره چې د ازادې سوداګرۍ په صورت کې یو هیواد هیڅکله هم تلپاتې سوداګریز بیلانس نشي لرلای د وګړو دغه باور کرار کرار له مینځه ولاړ. 
له هميانۍ څخه په مننې