د رنګونو او ننګونو خاوره

 
د رنګونو او ننګونو خاوره د انسان په وینو سره ده
( خوست )
ژوند د انسان شرعي او طبعي حق دی، هيڅوک حق نه لري چې له شرعي او قانوني مجوزه پرته دا حق له چا واخلي. د خوست په انساني غمیزه کې مې ولیدل چې په څومره بې رحمۍ او وحشت سره له انسان څخه دا شرعي او قانوني حق اخیستل کیږي. حیواناتو او مرغانو مو پر انسانیت لعنت ووایه او انسان یې د انسان له پاره تر ټولو خطرناک لیوه وباله، حیوانات، مرغان، حشرات او نباتات په ژاړه شول ځکه چې د هغوی په چاپیریال کې د انسان وینې، غوښې او د بدن غړي خواره وره پرته و. ځمکه الله ج د انسانانو له پاره د ژوند د کولو له پاره پیدا کړي خو انسان د ځمکې پر سر له انسانه ژوند اخلي، وینه یې تویوي او بالاخره دا د ځان ویاړ او سرښندنه بولي. د یو انسان وژل د ټول عالم وژل دي نو بیا ولې انسان په پټو سترګو سره داسې انسانان وژني چې په هېڅ ډول یې دین او مذهب د وژلو اجازه نه ورکوي، مونږ رښتیا چې د انسانانو قصابانو یو، له مونږ انسانیت کډه کړي او له شک پرته چې د حیوانیت په دایره کې داخل شوي یو.
هغه خوست چې د رنګونو او ننګونو کور و نن د خپلو بچیانو په وینه سور دی، هغه خوست چې د انسان پالنې او پرمختګ زانګو وه نن د خپلو بچیانو په وینو سور دی او هغه خوست چې تل یې مینه او میلمه پالنه خپره کړي نن د کرکې او نفرت په ډګر بدل شوی. نن به د خوست د هغه ملي او ولسي وګړو تشه څوک ډکه کړي چې تل یې د خوست د پرمختګ، سوکالۍ او ثبات له پاره ځانونه لهالانده کړي و؟ نن به د هغې مور دردمند زړګی څوک ټکور کړي چې د خپل یوازیني بچي د غم په ټغر ناسته او اوښکې تویوي؟ نن به د هغې پلار هیلې او امیدونه څوک پوره کړي چې د خپل بچي له پاره یې له ښوونځي او پوهنتون څخه د فارغیدو له پاره لرل؟ نن په خوست کې د ۸۲ اتیا کسانو وینه توی شوي که د هر انسان په تن کې په منځني ډول ۶ لیتره وینه حساب کړو نو د خوست ډېره ځمکه به خړوبه کړي، نن دلته انساني قصابان راغلي و په ډېره ارزانه بیه یې د انسانانو د ژوند سودا وکړه. دلته هیڅوک ځان ملامت نه بولي نو ملامت به همدغه انسانان وي چې وینه یې توی شوي، هغوی اوس نه شته نو ملامتول یې هم کومه مشکله خبره نه ده. ۸۲ کورنۍ د غم په ټغر ناستې دي خو بیا هم له شته محلي راډیوګانو مستې سندرې اوریدل کیږي، نه پوهیږم چې غم دردي او غم شریکي چیرته کډه کړي؟ ننګ او میړانه چیرته تللي او څه ډول په شته حالاتو کې د موسیقۍ د اوریدو تاب لرئ. ۸۲ کورنۍ د غم او ویر په ټغر ناست دي خو د خوست ځمکه او اسمان په خپل حالت ولاړ دي، ښکاري چې ځمکه او اسمان زمونږ وحشت او د انسانیت سره دښمنۍ خفه کړي همدا لامل دی چې چوپ پاتې دي. انسانیت مینه غواړي خو مونږ مینه نه لرو همدا لامل دی چې په ډېرې بې رحمۍ سره مو وینه توییږي او د حیواناتو په شان حلالیږو. د انسان د وینې او غوښې تږیه! نور به موړ شوی وې، د خدای ج په لحاظ او ددې مظلوم او بیچاره ملت په خاطر نور دا کارونه بس کړه، یو ځل خو د خپلې مورجانې څخه د اولاد د غم او درد پوښتنه وکړه، قسم درته خورم چې که د مور د رښتیني درد او غم څخه خبر شې بیا به دا کار ونه کړې، مور خپل ژوند له لاسه ورکولای شي خو د خپل بچي درد او غم نه شي لیدلی، د خدای ج په خاطرد څو دقیقو له پاره دې د خپلې مور په اړه فکر وکړه او بیا ددې انساني غمیزو لړۍ ته د پای ټکی کیږده.