کوډګر،لنډغر او کوڅه ډبي ټول سره برادران دي!؟

 
دا ۳ نمونه دي چې زموږ او ستاسې ټولنه یې د ناخوالو لوري ته بېولې ده. که ددې خلکو غم و خوړل شي، خدای مو په سر دی چې تر ډېره بريده به ټولنه د ښېرازۍ او پرمختګ لوري ته ميلان کېږي. کوډګر، کوڅه ډبی او لنډغر دری واړه سره برادران غزيز دي، چې ددوی په منځ کې لينکونه تل سره تړلي وي. او په یو بل باندې یې زړه تکیه وي، چې ځه که زه بد کار و کړم هم نو ملګري ښه پرېمانه لرم او څوک را باندې ګوزار نه شي کولای ځکه چې په ملګرو کې پټ یم.
 
راځئ هر یو به بېلابیل در و پېژنو، چې دا مخلوق څه ډول کثيف او د ټولنې د بدبختۍ لامل دی.
کوډګر:
ګوډګر له نوم څخه یې ښکاري چې ډېر بد انسان به وي. دا خلک زموږ او ستاسې په ټولنه کې ښه پرېمانه دي، په دې دیارلسو کلونو کې یې دومره پېسې و ګټلې چې د پوره، پوره جایدادنو څېښتن شول. ګوډګر نه یوازې دا چې ټولنې نه طیان رسوي، بلکې نسل خرابوي، د اسلام مبارک دين سپکوي، د قرانکريم له مبارکو آيتونو څخه ناوړه استفاده کوي. او د خپلې اوږدې ږېرې څخه، غټو بريتونو څخه او ماران، ماران څڼو باندې یې ځانونه خلکو ته داسې ښودلي دي چې مانا دوی د خدای تر ټولو ښه او نيک بندګان دي. خو خبیره اصل کې داسې نه ده، دوی د خدای تر ټولو بد او رټل شوی مخلوق دی، بله کار بار یې د وسه نه کېږي راغلي دي د دين نه په ناوړې استفادې باندې یې پيل کړی دی.
ګوډګر که اوس هم ځان ته برآت ور کوي، نه خلک او دولت یې باید ور نه کړي، او له ښار څخه یې و شړي او یایې هم زندان ته و  لېږي. د ګوډګر کار بار دا څو کاله ښه په کش کې روان و. هېڅوک یې له حاله نه ول خبر چې دا خلک په کومه لاره روان دي؟ خو د ۱۳۹۳ کال په دې اخرو ورځو شپو کې ټولو ته ښه مالوم شول چې د ګوډګر د لاسه یوه مسلمانه، د قران حافظه خور فرخنده یې په څه مظلومانه ډول سره شهيده کړه. د ګوډګر د لاسه لا څومره نور خلک د مرګ په پولې باندې تللي وي؟ دا یو یې برلا شو کيدای شي نور خلک یې په مرموز ډول سره وژلي وي.
په هر صورت خدای دې نور په دې وطن کې ګوډګر او ظالم ورک کړي؛ او ټولنه دې خدای دې ښېرازۍ لوري ته بوځي.
لنډغر:
لنډغر هم د ګوډګر په لاره روان دی. لنډغر هم دې ټولنه ته ټول عمر د بدبخټي او قتل لاره ښودلې ده. او بې ګناه خلک یې ځورولي او یا وژلي دي. لنډغر که واړه وي او یا لوی لنډغر دي. همدا په وړکتوب کې چې لنډغر وي را لوی کېږي او بیا لوی لنډغر ترې جوړېږي.
لنډغر د خلکو ځمکې غصف کوي، که و غواړي چې څوک ووژني کولای شي، نه د دولت او نه هم د خلکو په کيسه کې دي. پکول یا لونګۍ په ټنده باندې، د کالیو پاېڅه یوه ښکته او بله پورته، له دين څخه پوره، پوره نا خبره او د خلکو مرګ ورته داسې نه ښکاري لکه یو تش نصوار.
لنډغر به زه وایم زموږ او ستاسې په ټولنه کې بې شمېره وي، که حساب کتاب ور پسې را واخلو ورقې به پرې ډکې شي. لنډغر ستر خلک دي، هغه ته د پولېسو او یا هم د عامه خلکو زور نه رسېږي، نه یې مخه نيوالی شي او نه هم یوه خبره ور سره دوې کولای شي. د هغوی تر شاه د دولت ستر چارواکي ولاړ دي، که د لنډغرو مخه ته کوم عام سړی و درېږي او یا یې په موټر وهي او یا هم د ټوپک ګرمه مرمۍ یې تر سينه باسي. ځکه چې دوی پوره ډاډمن وي چې پلانکې خان لالا لرو، هغه راته ويلي دي چې په هېچا باندې به بريک نه نيسې ځکه بیا زما نوم کمېږي چې د پلانکې خان کسان و ډار شول. او دا کار او ها کار یې تر سره نه شوای کړای.
کوڅه ډبي:
کوڅه ډبي هم همداسې یو نالت شی دي. چې هر ځای یې ځان ښودلی دی، هره کوڅه ترې ډکه او هر څوک نه سړي په سترګو ورته ګوري. کوڅه ډبي بیا نو کوچني لنډغر هم ورته ويل کېږي.مانا دا نه ده چې دوی په کوڅه کې ګرځي او خلک تنګوي. بلکې کوڅه ډبېتوب داسې یو بد عمل دی چې یو ځل انسان کوڅه ډبی شي بیا هر ځای کې خلک ترې پتنګ وي. او ټول کارونه یې د ټولنې سره مخالف او زشت وي.
کوڅه ډبي که په ښوونځي کې وي، که په پوهنتون کې، که په کور کې، که په لاره او کوڅه کې،که په کلي کې، که په ښار کې بلاخره چې هر ځای وي، تر یوه بريده یې خلک پېژني. او د ښه سړي په سترګو نه ورته ګوري. ځکه همدا کوڅه ډبي را لوی کېږي او اخر کې لنډغر ترې جوړ شي چې بیا ټولنه همدوی د بدبختۍ لوري ته بیایي!؟
د کوڅه ډبو په اړه خالص صېب داسې ويلي دي:
 
شېطان ترينه جوړېږي چې انسان شي کوڅه ډب
یاران شي ترې بېزاره چې یاران شي کوڅه ډب
 
وبا شي قام کې ګډه،د ژوندون بېړۍ چپه شي
د چاچې ملایان او واعظان شي کوڅه ډب
 
وطن ساتلی نه شي په چوکۍ چې کړي جنګونه
ګيدړې ترينه ښې دي، چې زمریان شي کوڅه ډب
 
"خالصه" خيردې غواړه چې شپې ورځې ترخېږي
چې غله شي مجاهد او رهبران شي کوڅه ډب
 
د خالص صېب په شعر کې کوڅه ډبي ډېر ښه ښکاره شول، همداسې هم ده کوڅه ډبی که کوچنی وي را لوی کېږي او بیا لوی کوڅه ډبی ترې جوړېږي لکه دا ځينې چې زموږ او ستاسې په ټولنه کې ګرځي را ګرځي.
دا وطن دې خدای نور له لنډغر، زورور، غله، قاتل، ګوډګر، کوڅه ډبي او پردي پال، جاوسوس او نورو بلاوو څخه وساتي. نور دې خدای ټول سره یو کړي او د یوه موټي افغانستان لپاره مټې را و نغواړي تر څو د نورو سره سیال شو.
 
د ګران هيواد افغانستان د سیال کيدلو په هيله!
 
ذبېح الله اېمان